د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون د یکشنبې په ورځ په خپله واضح وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې سیمهییزه اجماع نهده ترلاسه شوې.
هغه وویل چې امریکا، اروپا، چین او روسیه اجماع ته رسېدلې، خو د سیمې د هېوادونو ترمنځ لا هم پهدې اړه پېچلتیا موجوده ده.
نوموړي وویل:
"تر اوسه سیمهییزې اجماع ته نهیو رسېدلي، څو ورځې وروسته به هند ته لاړ شم. ممکن هغوی پهدې اړه ځینې اندېښنې ولري او ډاډ به ورکړو، موږ داسې افغانستان غواړو چې هېڅچا ته ترې ګواښ متوجې نهوي. ایران ته هم ورته پیغام دی چې موږ د دې پلان نهلرو، امریکا نهغواړي له افغانستانه په راتلونکي کې داسې یو هېواد جوړ شي چې د ایران پر ضد وي. همداراز په خلیج کې هم ستونزې شته د هغو سیالیو په خاطر چې د قطر، ابوظبي او سعودي عربستان ترمنځ دي. تر اوسه پهدې برخه کې اجماع ته نهیو رسېدلي."
سیمې او نړۍ ته د خلیلزاد اووم سفر، خو لا هم د یوې سیمهییزې اجماع د نشتوالي اندېښنه شته.
خلیلزاد واضح د هند اندېښنې یادې نهکړې، خو هندي چارواکو له دې مخکې څو واره له دې چې ویل کېږي پاکستان د طالبانو په شمول ګڼو وسلهوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي هغه خبرې چې په اول سر کې یې پاکستان د اسانچارۍ امتیازات ځان ته راجع کول.
خلیلزاد: لا هم د بینالافغاني خبرو لپاره جدي قدمونه نهدي اخیستل شوي
خلیلزاد: افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي، د جنګ بندېدل غواړي
خلیلزاد داسې وخت د سیمې د اجماع نشتوالي ته اشاره کوي چې د افغان ولسمشر اشرف غني په باور د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو له اجماع پرته دایمي سوله ممکن نهده.
د دې اجماع د ترلاسه کېدو او د افغان سولې او پخلاینې لپاره د ملاتړ د جلب لپاره په وروستیو څو کلونو کې لږ تر لږه څو واره په پاکستان، سعودي عربستان، قطر، ازبکستان او ترکمنستان کې بحثونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په رابطه د نړۍ او سیمې هېوادونو ته خپل اووم سفر د اپرېل له تېرې دوشنبې راپیل کړی او د مې تر ۱۱مې به دوام کوي.
خلیلزاد: روسیه او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبولای شي
تر اوسه پورې د خلیلزاد د سفر تر ټولو مهمه غونډه تېره پنجشنبه په مسکو کې وه چېرته چې دی د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي ضمیر کابلوف او د چین له خاص استازي ډینګ ژیجون سره په یوه اته مادهییز پرېکړهلیک موافقې ته ورسېد.
د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ، له افغان حکومت سره د ژر تر ژر خبرو لپاره د طالبانو هڅول، د سولې د پروسې په چوکاټ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو منظم او با مسؤلیته وتل او له دې درې اړخیزې اجماع د سیمې د هېوادونو د ملاتړ تمه د موافقې مهمې برخې جوړوي.
ښاغلی خلیلزاد وايي، همدې نړیوالې اجماع ته په کتو هیلهمند دی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د افغانستان د مسئلې پر سر یو واحد نظر رامنځته شي.
ښاغلی خلیلزاد زیاتوي:
"ممکن دا توافق چې موږ له روسیې او چین سره کړی، مُمد شي چې د دغو درېیو لویو هېوادونو او اروپا په همکارۍ وکولای شو د سیمې هېوادونه هم تشویق کړو چې پهدې اجماع کې له موږ سره شریک شي."
د افغانستان د سولې په پروسه کې منفي سیمهییزه سیالي هم یوه بله اندېښنه وه چې ښاغلي خلیلزاد څه وخت مخکې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ورته اشاره کړې وه.
اوس وخت په سیمه کې د افغانستان د سولې لپاره د یوې اجماع نشتوالی داسې حال کې مطرح کېږي چې له ډېره وخته د پاکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ازبکستان په شمول سیمهییزو هېوادونو د پخې همکارۍ او هر راز مرستو ژمنې کړې دي.
راپور: صفيالله ستانکزی