د بغلان ولايت چارواکي وايي، له مظاهرهچيانو سره د تفاهم لپاره له کابله يو پلاوی ورغلى دى.
له جمعې ورځې راهيسې د ولسي جرګې د يوه کانديد محبوب الله غفاري پلويانو مظاهره پيل کړې. مظاهرهچيانو د کابل- بغلان لار هم د ټرافيکو پرمخ تړلې ده.
دوى غوښتنه لري، د ولسي جرګې کاندید محبوب الله غفاري چې څه باندې میاشت مخکې په کابل کې د درغلۍ په تور توقيف شوى، د جرګې په برياليو غړو کې راوستل شي.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل پرون شنبې د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح ته د مرکې په پيل کې وويل، د مظاهرهچيانو ځينې غوښتنې ډېرې لوړې دي.
له نوموړي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: