د خوګياڼو قوم مخور وايي، له تېرو درېيو ورځو راهیسې د خوګياڼو او شيرزاد ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د داعش او طالب وسلهوالو ډلو ترمنځ نښتې پیل شوي چې د سیمې خلک وايي، د دوی ترمنځ دا جګړې په وقفهيي ډول روانې دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ قومي مخور او د ولایتي شورا پخوانی وکيل جاوېد زمان وايي، که امنيتي ځواکونه د خوګياڼو، شېرزاد او حصارک ولسواليو کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت مخه ونهنيسي، نو د هېواد پايتخت هم ترې ګواښېدلی شي.
د خوګياڼو قوم مخور وايي سیمه کې یې د وسلهوالو فعالیت کابل هم ګواښلی شي.
دی وايي:
"که دولت عمليات ونهکړي، نو دا ګواښ مرکز ته هم رسېدلی شي، ځکه د خوګياڼو، شېرزاد، حصارک پسې لوګر او بیا کابل دی او د لوګر وضعيت هم ټولو ته معلوم دی."
جاوېد زمان وايي، په خوګياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسلهوالو ترمنځ د جګړې له امله په سلګونه کورنۍ نورو امن سیمو ته کډه شوي او که دا وضعیت دوام وکړي، نورې کورنۍ به هم راکډه شي.
په ورته وخت کې د جګړې له سیمو څخه راستنې شوې کورنۍ وايي، کله چې د داعش او طالب وسلهوالو ترمنځ جګړه پیل شوه، دوی يوازې خپل سر خوندي کړی او له سامانونو ډک کورونهيې پرېښي.
دوی زیاتوي:
"سيداګل، چا نه بچی ورک دی، چا نه مور ورکه ده، خلکو ډک کورونه پرېښي دي یوازې يې خپل سر راوویست."
"انورشاه، ولس مجبور دی، د سر سړی پهکې نهو، بالاخره خلک مجبور شول چې پیاده یوازې ځان له سیمې راوباسي."
ارشیف، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د داعش او طالب وسلهوالو د جګړو له امله راستنو شويو کورنيو سره د مرستو لړۍ پیل شوې او پاتې نورو کورنيو سره به هم په بېړني ډول نغدي مرستې ووېشل شي.
دی وايي:
"له ۳۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بېځایه شوي، دوی ته د مرستو لړۍ پيل شوې، په پيل کې به تر پنځو زرو افغانیو پورې نغدي مرستې ورسيږي چې خپل لومړني ضرورتونه پرې حل کړي، د نورو اړينو مرستو په برخه کې جلسې نيول شوي، تدابير شته انشاءالله ټولو ته به رسېدنه کېږي."
ولایتي اداره وايي، د تېر کال په جريان کې امنيتي ځواکونو د شينوارو په سیمو کې د داعش وسلهوالو مرکزونه وځپل او په پام کې لري چې د خوګياڼو ولسوالیو کې هم وسلهوالې ډلې وځپي.
د سيمې خلک وايي، د داعش او طالب وسلهوالو په روانو نښتو کې ملکي وګړو ته تلفات نهدي اوښتي او د وسلهوالو د مرګ ژوبلې په تړاو کره معلومات نهشته.
تر اوسه د جګړې ښکېلو وسلهوالو ډلو هم د دې جګړو په تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي.
راپور: شاه محمود شینواری
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ: