د سوېل ختیځ زون اړوند د ګردېز محبس مسؤلین وایي، زندانیانو تهیې د محبس په دننه کې د حرفوي زدهکړو تر څنګ د سواد او دیني علومو د زدهکړې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
مسؤلین وړاندې وايي، ۶۰ سلنه بندیان د زندان په دننه کې په زراعت، خیاطۍ او نجارۍ بوخت دي او د ترلاسه کېدونکو عوایدو زیاته برخهیې دوی ته ورکول کېږي.
د دې تر څنګ بندیانو ته د سواد او دیني علومو زدهکړې زمینه هم مساعده شوې چې پهدې لړ کې په لومړي ځل ۱۰ تنو د قران کریم حافظانو ته پرون د سې شنبې په ورځ د فضیلت پګړۍ ور پر سر شوې.
پشپړ راپور له سیمې اصیل ځاځی لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: