د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

سټار انلاین د افغان ښځو «زما سره کرښه» پر کمپاین مقالې خپرې کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • دې نشنل

دې نشنل خپرونه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، امریکایي استازی د کابل او دوحې پر لور بېړه کوي چې د افغانانو خپل‌منځي خبرې وژغوري.

خپرونه لیکي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد روانه اوونۍ سیمې ته روان دی چې سیاسي روغې جوړې ته لار هواره کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خلیل‌زاد به افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته د مې تر ۱۱مې سفر وکړي.

خلیل‌زاد د کابل او دوحې پر لور بېړه کوي چې د افغانانو خپل‌منځي خبرې وژغوري.

دې نشنل لیکي:

ښاغلی خلیل‌زاد به لومړی په کابل کې افغان حکومت او یو شمېر نور چارواکي وهڅوي چې ټولې خواوې بین‌الافغاني خبرو ته تشویق کړي، څو د خبرو له لارې سوله نهایي شي.

د خلیل‌زاد دا ځل سفر څو ورځې وروسته تر دې پیل شوی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مهمه غونډه شنډه شوه.

  • سټار انلاین

د افغانستان د سولې په اړه سټار انلاین د افغان ښځو د یوه کمپاین په اړه لیکنه کړې ده.

د «زما سره کرښه» په نوم دا کمپاین د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د یوې ډلې له‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی دی.

اکثرو د تېرو ۱۸ کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار کړی دی چې د سولې په خبرو کې ضایع نه‌شي.

په‌دې ترڅ کې یوې پر دې تینګار کړی دی چې د سولې په هر راز خبرو کې باید د ښځو د مشرتابه ونډه تضمین شي، یوې بیا د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون غوښتنه کړې او یوې یې د سولې په خبرو کې په لوبو کې د ښځو د ګډون برخې ته د سرې کرښې په سترګه کتلي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې یو شمېر مخکښو ښځو د دغو افغان ښځو د کمپاین ملاتړ کړی دی.

سټار انلاین په‌دې ترڅ کې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د غړې جین شاهین خبرې رااخیستې دي چې د افغان ښځو دا هڅې یې مهمې بللې دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې د زده‌کړو له حقه بې‌برخې وې او نه‌یې شوی کولای چې له کوره بهر کار وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر بل هر وخت د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د متحده ایالاتو هلې ځلې زیاتې شوې دي، خو لا هم اوربند چې د ډېرو افغانانو هیله ده نه‌دی شوی.

  • ګلوب اېنډ مېل

ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼه په یوې لیکنه کې څرګندوي چې تر ۶۷۰۰ ډېرو کاناډایي پوځیانو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی وو، د رواني روغتیا په برخه کې د فدرال حکومت مرسته ترلاسه کړې ده.

په‌دې لیکنه کې وړاندې راغلي دي چې د دغو پوځیانو شمېر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۳۶۰۰ ته رسېده او اوس دوه برابره زیات شوی دی.

ګلوب اېنډ مېل لیکي چې ډېری سرتېري تر جګړې وروسته له رواني فشارونو رنځ وړي.

ورځپانه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د ۱۳ کلونو په ترڅ کې تر ۴۰ زره ډېرو کاناډایي پوځیانو خدمت کړی دی.

XS
SM
MD
LG