د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

خلیل‌زاد: لا هم د بین‌الافغاني خبرو لپاره جدي قدمونه نه‌دي اخېستل شوي


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 28 Jan 2019
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 28 Jan 2019

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د سولې په روانو هڅو کې تر اوسه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره جدي قدمونه نه‌دي اخیستل شوي.

زلمي خلیل‌زاد دا خبره د سې شنبې په ورځ کابل کې د ځوانو افغان رهبرانو یوې غونډې ته چې د امریکا په سفارت کې رابلل شوې وه، د یو وېډیويي پیغام له لارې کړې.

زلمي خلیل‌زاد افغان ځوانانو ته په‌دې وېډیويي پیغام کې وویل، د دې وخت رارسېدلی چې:

  • جګړه باید تمامه شي.
  • ترلاسه شوي پرمختګونه باید وساتل شي.
  • او د یو بنسټ په توګه ترې د افغانستان په سوله کې او تر سولې وروسته پرمختګ کې کار واخیستل شي.
    د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې یا «یو. اېس. اې. ای. ډي» په نوښت د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه د حکومت، مدني ټولنې خصوصي سکټور او تعلیمي ادارو ۱۲۰ تنه ځوان مشران د سولې او پخلاینې په اړه یو ازاد بحث ته وربلل شوي وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دې افغان ځوانانو ته وویل، د امریکا د متحده ایالاتو په استازیتوب دنده لري چې د افغانانو سره د جګړې په ختمېدو کې مرسته وکړي او نړۍ قانع کړي چې افغانستان څخه به نړۍ ته راتلونکي کې خطر نه‌وي.

د نوموړي په وینا په همدې هدف‌یې د افغان حکومت، سیاسي لورو او طالبانو سره د خبرو لړۍ پیل کړې چې په وینا یې په ځینو برخو کې یې پرمختګ شوی، خو د بین‌الافغاني خبرو په برخه کې لا هم جدي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه:

"لومړني قدمونه اخیستل شوي دي. د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بحث کې او همدارنګه په‌دې بحث کې چې افغانستان به نړۍ ته خطر نه‌وي، خو د افغانانو ترمنځ د خبرو په برخه کې او په افغانستان کې دننه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د مذاکرې په برخو کې تر اوسه جدي قدمونه نه‌دي اخیستل شوي. همدارنګه د جګړې د پای ته رسېدو او یو دایمي او کُلي اوربند په برخه کې هم تر اوسه کوم پرمختګ نه‌دی شوی."

ښاغلي خلیل‌زاد وویل، پر دې ټولو مسئلو توافق به وخت ونیسي.

نوموړي خپله هغه خبره تکرار کړه چې ترڅو پر هر څه توافق نه‌وي شوی پر هېڅ توافق نه‌شته.

نوموړي له افغان ځوانانو وغوښتل چې د سولې په‌دې هڅو کې ورسره همکاري وکړي او په روان کال کې دې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي.

د ځوانانو همدې غونډې ته په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم د وېډیويي پیغام له لارې خبرې وکړې، نوموړي وویل دوی له افغانانو سره د یوې داسې ټولنې په جوړولو کې مرسته کول غواړي چې د وېرې او خشونت پر ځای په‌کې هیلې او فرصتونه واوسي.

  • جان بس افغان ځوانانو ته په خطاب کې وویل، اساسي پوښتنه چې تاسو او ستاسو هېوادوالو ته مخ ده دا ده چې ایا تاسو ټول یوځای اوسېدای شئ؟
  • ایا تاسو داسې لارې چارې موندلی شئ چې په خپلو اختلافاتو بحث وکړئ؟
  • ایا تاسو داسې لارې چارې موندلی شئ چې خبرې پرې وکړئ؟
  • او پرته له دې چې په تهدید او تاوتریخوالي تمام شي هوار یې کړئ؟
ارشیف، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ازادي راډیو سره په یوه خانګړې مرکه کې.
ارشیف، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ازادي راډیو سره په یوه خانګړې مرکه کې.

په کابل کې د امریکا سفیر د طالبانو سره د افغانانو احتمالي خبرو ته په اشارې وویل:

"ایا د افغانستان خلک او طالبان داسې لاره موندلی شي چې هغه مسئلې حل کړي چې تاسو یې وېشلي یئ؟ څو تاسو د ګډ اوسېدو لاره ومومئ. د امریکا حکومت د دې پوښتنې په ځواب نه‌پوهېږي، خو موږ چمتو یو چې تاسو سره د ځواب په موندلو کې مرسته وکړو."

جان بس وویل، هېواد یې او همکار یې زلمی خلیل‌زاد هڅه کوي، افغانانو سره مرسته وکړي چې دې پوښتنو ته ځواب ومومي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر د امریکا په سفارت کې راټولو شویو افغان ځوانانو ته وویل، موږ غواړو چې تاسو دا بحث له طالبانو سره ولرئ، خو تر هغې مخکې ښه ده چې په خپلو کې پرې خبرې وکړئ.

د نوموړي په وینا له طالبانو سره خبرو کې د ټولو ګډون ممکن نه‌دی، خو تاسو ټول د هغه ملي بحث برخه کېدای شئ چې پر دې خبرو اغېز کوي.

ټاکل شوې وه چې یوه اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کابل څخه یو پلاوی له طالبانو سره په یو غونډه کې خبرې کړې وی، خو په وروستۍ شېبه کې افغان حکومت وویل، قطر په‌دې خاطر چې غونډه کې یې د کابل څخه د ګډونوالو لېست سره توافق ونه‌کړ، دا غونډه لغوه کړه.

اوس بیا زلمي خلیل‌زاد او د افغانستان د سولې په هڅو کې نور ښکېل لوري وايي چې د یو بلې بین‌الافغاني غونډې د جوړېدو لپاره له ښکېلو لورو سره کار او هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG