- واشنګتن پوسټ
واشنګتن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو نږدې یوې ۲۰ کسیزې ډلې چې درې یې مېرمنې دي، د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
د ورځپاڼې په باور، دا غونډه د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوې ده.
واشنګټن پوسټ د غونډې د دغو برخهوالو افغانانو په وینا لیکي، دوی تر شپږ ساعته ډېر د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر شیر محمد عباس ستانکزي او د طالبانو تر ۱۰ ډېرو نورو استازو سره غږېدلي دي.
ورځپاڼه څرګندوي چې د دې لیدنې کتنې نتیجه په غیر منتظره توګه مثبته وه.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
د دې غونډې یو شمېر برخهوالو ویلي دي چې پر جزئیاتو یې خبرې نهدي کړي، خو طالبانو له دې سره دلچسپي لرله چې د افغانانو پر مهمو موضوعاتو ازاد بحث وشي، څو شخړې پای ته ورسېږي.
ورځپاڼې د ۴۶ کلنې مسعودې سلطان په وینا چې د شنبې په ورځیې په غونډه کې برخه اخیستې وه، لیکلي دي چې د طالبانو چلند دوستانه او صمیمانه وو.
د واشنګټن پوسټ په باور، مسعوده سلطان له دوحې څخه په ټیلیفون ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبانو ویل، سوله غواړي او د مذاکراتو ګډوډېدو مأیوسه کړي دي.
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، بینالافغاني مذاکرات په قطر کې وروسته تر دې لغوه شول چې د افغانستان حکومت، طالبانو او د دې غونډې قطري تنظیم کوونکي د پلاوي د شمېر پر سر او د غړو پر سر موافقې ته ونهرسېدل.
د ښځو یو شمېر فعالانې لا هم اندېښمنې دي چې له طالبانو سره د پټو خبرو په ترڅ کې د دوی ۱۸ کلنې لاسته راوړنې ضایع شي.
په ورته وخت کې د «الفتح» په نوم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پر اعلان د افغانستان دننه او بهر انتقادونه شوي او غندل شوي دي.
- د کرکټر خپرونه
د کرکټر خپرونې د نړیوال جام لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په اړه لیکنه خپره کړې ده چې پرون اعلان شوه.
د کرکټر لیکي، د افغانستان په ۱۵ کسیزې ډله کې ۳۱ کلن حمید حسن هم شامل شوی چې د ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې را پهدې خوا یې یوه ورځنۍ نړیواله لوبه نهده کړې.
خپرونه وړاندې لیکي چې ابتدایي لېست اعلان شوی او د مې تر ۲۳مې نېټې د افغانستان کرکټ بورډ کولای شي چې پهدې لوبډله کې بدلون راولي.
- مېل انلاین
مېل انلاین لیکي چې له ۲۰۱۰ میلادي کال را پهدې خوا افغان ټیم ټولو مهمو نړیوالو ټورنمنټونو ته غوره شوی او تېره میاشتیې په ټېسټ مېچ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ټیم به د جون په لومړۍ نېټه په نړیوال جام کې خپله اوله لوبه له استرالیا سره وکړي.
مېل انلاین لیکي چې افغان لوبډلې تېر کال د اسیا په جام کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او له هند سره چې د کرکټ خورا پیاوړې ډله ده، مساوي شو.
خپرونه بیا لیکي چې افغان لوبډله ښایي په نړیوال جام کې تر هیلو ورهاخوا وځلېږي.