په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۲۹۰ ته لوړ شو.
د سریلانکا پولیس وايي چې ۵۰۰ تنه زخمیان دي.
د یکشنبې په ورځ د نړۍ عیسویانو د ایستر مذهبي مراسم ترسره کول، پهدې ورځ د سریلانکا په پلازمېنه، کلمبو کې نهه چاودنې وشوې.
په کلمبو کې چاودنې په کلیساوو، لُکسو هوټلونو او داسې ځایونو کې وشوې چې د سیلانیانو تګ راتګ ورته زیات دی.
د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اپرېل په ۲۲مه د سریلانکا د صدراعظم سره غږېدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون تأیید کړه چې په سریلانکا کې د یکشنبې په ورځ په ترورېستي حملو کې څلور امریکايي وګړي هم وژل شوي دي.
د سریلانکا د جمهوري ریاست ویاند، راجیثا سیناراتني ویلي چې د حملو مسؤلیت په هغه هېواد کې د افراطي اسلامپالو یوې ډلې چې "جماعهالتوحید الوطنیه" ورته ویل کېږي، اخیستی دی.
هغه تأیید کړې چې پولیسو ته مخکې له مخکې معلومات ور رسېدلي وو چې پر یو شمېر کلیساوو د حملې پلان جوړ شوی دی، خو پولیس ونهتوانېدل چې تر حملو مخکې، د ور رسېدلو معلوماتو سره سم کار وکړي.
د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد ولسمشر مایټریپالا سیریسنا به له دې پېښې سره د نړیوالو ترورېستي شبکو د ارتباط د پیدا کولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.
د سریلانکا ولسمشر په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلام کړی دی.
دا کار د سریلانکا پولیسو او اردو ته اضافي صلاحیت ورکوي چې مشکوک کسان ونیسي او د محکمې له حکمه پرته تحقیق ورڅخه وکړي.
په سریلانکا کې د یکشنبې په ورځ په چاودنو کې د امریکا، بریتانیا، هند، چین، اسپانیا او ډنمارک په ګډون د ۱۲ هېوادونو اتباع وژل شوي دي.