د سريلانکا پوليس وايي، د پرونيو چاودنو په نتيجه کې د وژل شويو شمېر ٢٩٠ او د ټپيانو ٥٠٠ ته رسېدلى دى.
دغه چاودنې په پلازمېنه کولمبو کې د هوټلونو او کليساګانو په ګډون په څو موقعيتونو کې شوې دي.
په کولمبو او شااوخوا ساحو کې د دغو شويو چاودنو په ارتباط تر اوسه ١٣ کسان نيول شوي دي.
بلخوا د سريلانکا صدراعظم رانیل ویکرماسینګه «Ranil Wickremesinghe» پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۱» د کولمبو له يوې کليسا دباندې رسنيو ته په خبرو کې وويل:
"د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره امرونه صادر شوي. دغو چارواکو ته به د اړتيا وړ هر ډول صلاحيتونه ورکړل شي. موږ دغسې جنايتونو ته اجازه نهورکوو. دا به هم ګورو چې په کومو برخو کې ناغېړي شوې ده. په راروانو څو ورځو کې مهم شى د سولې ساتنه ده."
دغه ٩ چاودنې په پلازمېنه کولمبو کې په کليساګانو، لوکسو هوټلونو او نورو ساحو کې شوي چې دا پهدغه هېواد کې تر کورنۍ جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
د سريلانکا کورنۍ جګړه يوه لسيزه مخکې پاى ته ورسېده.
د پرونيو چاودنو مسؤليت تر اوسه چا نهدى منلى.
د سريلانکا دفاع وزير رووان ويجي واردينا دا بمي چاودنې د مذهبي افراطيانو ترورېستي حمله وبلله.
دفاع وزير وايي، داسې ګمان کېږي چې ډېری چاودنې به ځانمرګي بريدونه وي.