د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د سوداګرۍ خونه: د افغانستان له شماله اروپا ته د وچې مېوې صادرات ډېر شوي


آرشیف، له بلخه اروپا ته د هوایي دهلېز له لارې لومړنی هوایي پرواز
آرشیف، له بلخه اروپا ته د هوایي دهلېز له لارې لومړنی هوایي پرواز

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې اروپايي هېوادونو ته د وچې مېوې صادرات ډېر شوي دي.

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مشر ارش یونسي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بلخ- اروپا ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستلو وروسته، اوس مهال له شماله بهرنيو هېوادونو ته د افغاني وچې مېوې صادرات لس سلنه زیات شوي.

ښاغلي یونسي وویل چې اکثره افغان سوداګر د بلخ- اروپا هوايي دهلېز له لارې وچه مېوه لکه ممیز، توت، پسته، چهارمغز او جلغوزي اروپايي هېوادونو ته لېږدوي.

هغه په دې هلکه زیاته کړه:

"په شمال زون کې د بلخ- اروپا هوايي دهلېز له لارې د وچې مېوې صادرات لس سلنه زیات شوي، اکثره اروپايي هېوادونو او لږ هم هندوستان ته له بلخه وچه مېوه صادرېږي."

د مزارشریف- اروپا ترمنځ هوايي دهلېز کابو څلور میاشتې دمخه د بلخ ولایت په مولانا جلال الدین نړیوال هوايي ډګر کې پرانيستل شو.

د چارواکو په خبره چې په اوونۍ کې دوه ځلې له دغه هوايي دهلېزه اروپا ته افغاني محصولات او سوداګریز توکي صادرېږي.

د مزارشریف- اروپا هوايي دهلېز له لارې تر دې دمه ۱۶۰ تنه وچه مېوه لومړۍ ترکیې او له هغه ځایه لندن ته لېږدول شوې ده.

ارشیف، د شبرغان په ښار کې د وچې مېوې د یوه پلورنځي انځور
ارشیف، د شبرغان په ښار کې د وچې مېوې د یوه پلورنځي انځور

په مزارشریف کې د وچې مېوې هټۍ وال وايي چې نسبت بل هر وخت ته په روان کال کې بهر ته خاصتاً اروپايي هېوادونو ته د افغاني وچې مېوې صادرات ډېر شوي او یادې مسئلې په کور دننه هم د وچې مېوې پر بیو اغېز کړی دی.

دوی وايي چې د صادراتو د زیاتوالي له وجې په بلخ ولایت کې د وچې مېوې بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

د مزارشریف د وچې مېوې مڼدوي هټۍ وال محمد هارون یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زمونږ د وچې مېوې خرڅلاو ډېر شوی، اکثره سوداګر زمونږ محصولات او وچه مېوه پلوري، دوی یې اروپا او نورو بهرنيو هېوادونو ته د هوايي دهلېز له لارې استوي، د وچې مېوې بیه اوس دوه برابره شوې."

په داسې حال کې د شمال زون د سوداګرۍ خونه د مزارشریف- اروپا د هوايي دهلېز له لارې د وچې مېوې د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبر ورکوي چې هره ورځ له افغانستانه په ۷ تر ۸ پروازونو کې افغاني تولیدات او وچه مېوه د نړۍ مختلونو هېوادونو ته صادرېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG