د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د «IPL» سیالیو کې ډېلي کپیټلز او ممبی اینډینز د سیالۍ ډګر ته ځي


ارشیف، د هند «IPL» سیالۍ
ارشیف، د هند «IPL» سیالۍ

د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ډېلي کپیټلز او ممبی اینډینز د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړ شي.

دواړه لوبډلې د روانو سیالیو ښې لوبډلې بلل کېږي چې تر دې دمه‌يې پنځه-پنځه لوبې ګټلي او درې-درې نورې يې بایللې دي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د روانو سیالیو تر ټولو مخکښې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په‌دې سیالۍ کې چنای لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې هدف وټاکه چې حيدراباد لوبډلې په اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې پوره کړ.

افغان راشد خان چې د حیدراباد لوبډلې له‌خوا لوبېږي په‌دې لوبه کې په څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۲ مقابل لوبغاړي وسوځول.

XS
SM
MD
LG