د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د روسیې «لیفورتوو» محکمې د اوکرایني ماڼوګانو د توقیف موده وغځوله


ارشیف، اوکرایني ماڼوګان د روسي ځواکونو په توقیف کې. 15Jan2019
ارشیف، اوکرایني ماڼوګان د روسي ځواکونو په توقیف کې. 15Jan2019

د روسیې یوې محکمې په‌دې هېواد کې د اوکرایني ماڼوګانو د توقیف موده تمدید کړه.

د لیفورتوو سیمې محکمې د دغو ماڼوګانو د بند د تمدید په اړه د څارنوالانو غوښتنې واورېدې.

دا غوښتنه د لا ډېرو تحقیقاتو او محاکمې لپاره شوې وه.

په‌داسې حال کې چې د اوکرایني ماڼوګانو د کورنیو غړو د محکمې په استماعیه غونډه کې په درېیو جلا خونو کې حضور درلود، قاضي د ۱۲ اوکرایني ماڼوګانو د بند موده د جولای تر ۲۴مې وغځوله.

تر هغه وروسته د محکمې د رسنیو دفتر انټرفکس خبري اژانس ته ویلي جې ټول ۲۴ ماڼوګان به د جولای تر ۲۴مې یا ۲۶مې پورې په بند کې پاتې شي.

مسکو دغه ماڼوګان د دوی سمندري قلمرو ته په غیر قانوني توګه په ننوتلو تورنوي، خو دغه ماڼوګان دا تور ردوي.

ارشیف، اوکرایني ماڼوګان د روسي ځواکونو په توقیف کې. 15Jan2019
ارشیف، اوکرایني ماڼوګان د روسي ځواکونو په توقیف کې. 15Jan2019

کیف بیا وايي چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی.

روسیې د تېر کال په نومبر میاشت کې په کرچ تنګي کې چې ازوف بحیره له تورې بحیرې سره وصلوي، د اوکراین درې کښتۍ او له هغو سره ۲۴ ماڼوګان ونیول چې دې کار په سیمه کې کړکېچ لازیات کړ.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا سیمه الحاق کړه او تر هغه وروسته پر مسکو تور دی چې د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی دی، هغوی ته‌یې پوځي مرستې رسولې دي.

د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو کې شااوخوا ۱۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG