د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د بامیان اوسېدونکو خپل استازي وټاکل


د بامیان ولایتي شورا لوحه
د بامیان ولایتي شورا لوحه

د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د بامیان ولایت اوسېدونکو خپل استازي وټاکل.

د بامیان ولایتي شورا غړو پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې تر انتخاباتو وروسته ۲۴ کسان د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د خپلو استازو په توګه انتخاب کړل.

د بامیان د ولایتي شورا رئیس سید علي هاشمي ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره موږ ۸۴ تنه کاندیدان درلودل چې له ډلې مو ۲۴ کسان انتخاب کړل. ۱۷یې نارینه او اووه نور يې ښځې دي."

د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې ثور میاشتې په نهمه د دوه ورځو لپاره په کابل کې ترسره کېږي چې له ټول افغانستانه به شااوخوا درې زره کسان په‌کې برخه واخلي.

په ځینو نورو ولایتونو کې هم د بامیان په څېر خلکو د سولې په لویه مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره خپل استازي ټاکلي.

XS
SM
MD
LG