د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

فارن پالیسي: منتقدین دې تر وخت دمخه افغانستان کې د امریکا ماته نه اعلانوي


یو شمېر نړیوالې ورځپآڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپآڼې
  • یورو ایشیا

یورو ایشیا خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله لیکلې چې نوم‌یې دی د افغانستان د سولې هڅو په ترڅ د هندوستان له پامه غورځولو سره د افغانستان راتلونکی نه‌شي تأمینېدای.

خپرونې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد فعالیتونو ته په اشارې لیکلي:

ښاغلي خلیل‌زاد له عمان څخه نیولی تر اسلام‌اباد او د سیمې او نړۍ تر نورو پلازمېنو پورې ځي، څو د افغانستان د سولې پروسه پیاوړې کړي، خو دی له هدفه لېرې کېږي.

یورو ایشیا زیاتوي:

د ښاغلي خلیل‌زاد چلند پوښتنې راپورته کړي دي چې ایا دا د امریکا قصدي پالیسي ده چې هندوستان له پامه وغورځوي او که په‌خپله د ښاغلي خلیل‌زاد لېوالتیا ده چې تر ډېره د پاکستان لوری ونیسي؟

د خپرونې په لیکنه د پاکستان صدراعظم عمران خان تر اوسه دوه ځله په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی، په‌داسې حال کې چې د امریکا یو متحد حکومت همدا اوس په افغانستان کې حاکم دی.

لیکوال زیاتوي:

د پاکستان پوځ په ښکاره غواړي چې طالبان په کابل کې واک ته ورسېږي او د پاکستان یو نائب نظام په افغانستان کې واک په لاس کې واخلي، خو ښاغلي خلیل‌زاد په‌دې برخه کې جدي غبرګون نه‌دی ښودلی.

یورو ایشیا لیکي:

هندوستان د افغانستان نژدې متحد دی او د دې هېواد له بېلابېلو نظامونو سره‌یې ستراتیژیکې اړیکې درلودې او اوس هم نوي ډيلي د افغانستان د بیارغونې په برخه کې میلیاردونه ډالره لګولي دي.

د لیکوال په باور دا مهمه نه‌ده چې د افغانستان د سولې پروسې څخه د هندوستان لېرې ساتل د ښاغلي خلیل‌زاد شخصي لېوالتیا ده او که د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسي؟

په دواړو حالاتو کې د لیکوال په خبره هندوستان باید د خپلو ستراتیژیکو ګټو په پام کې نیولو سره چلند وکړي او دا موضوع د امریکا له لوړ پوړیو چارواکو سره مطرح کړي.

په مطلب کې راغلي چې په افغانستان د سولې لپاره د امریکا پالیسي هم باید پر دې متمرکزه نه‌وي چې د پاکستان رضایت په‌کې واخېستل شي.

  • فارن پالیسي

بل‌خوا فارن پالیسي خپرونې په یوې مقالې کې لیکلي دي چې منتقدین باید تر وخت دمخه په افغانستان کې د امریکا ماته اعلان نه‌کړي.

د خپرونې په لیکنه د افغانستان د جګړې په دوام کې له پیله یوه موضوع په پرله‌پسې ډول راپورته کېږي او لا هم اورېدل کېږي چې ګواکې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

د منتقدینو همدې مفکورې طبیعتاً داسې نتیجه رامنځ‌ته کړې چې ګواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ماتې یو له اساسي شرطونو څخه دی.

فارن پالیسي د بېلابېلو ورځپاڼو او څېړونکو لیکنو ته اشاره کړې چې هرې یوې په بېلابېلو کلونو او وختونو کې د امریکا په معتبرو ورځپاڼو کې داسې عبارات کاروي، لکه:

  • افغانستان یو بل ویتنام.
  • د افغانستان ناحل شوې معما.
  • د امریکا متحدین په افغانستان کې واک له لاسه ورکوي.
  • ناټو له ناکامۍ سره لاس او ګریوان ده.
  • افغاستان د ګډوډۍ پر لور ځي او داسې نور.

د خپرونې په لیکنه د ۱۷کلنې جګړې په ترڅ کې امریکا د یوې سمې ستراتیژۍ ځینې برخې کله ناکله عملي کړي دي، خو وایي، دا اقدام دوامداره نه‌وو، خو د لیکوال په باور حتمي نه‌ده چې ټوله دا جګړه یوه ماته وګڼي او یا د هغې د ګټلو لپاره بشپړه هیله ولري.

فارن پالیسي زیاتوي یوه موضوع ښکاره ده چې لاهم کیدای شي د دې جګړې نتایج تر یوه حده د منلو وړ وي او د امریکا ملي ګټي په هغه کې خوندي شي، خو نه په هغه صورت کې چې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG