د افغانستان د پخلاینې د مشرتابه شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د یوې سرچینې په وینا د سولې په خبرو کې یو شمېر موضوعات د سرو کرښو په نوم یاد شوي دي.
یوې باخبره سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د اسلامي جمهوري نظام، انتخاباتو، د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ، اوربند او د اسلامي احکامو پلي کېدل هغه موارد دي چې د سرو کرښو په توګه مطرح شول.
طالبان بیا پر دې ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره خبرې نهکوي.
په داسې حالاتو کې به د سولې روانې هڅې نتیجه ورکړي؟
دا پوښتنه د ازادي راډیو خبریال احمد شیبر د واشنګټن د سولې په انسټټیوټ کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د برخې له جګپوړي څېړونکي برمک پژواک څخه د مرکې په پیل کې کړې ده له ښاغلي پژواک سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: