د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

ګلبدین نائب:‌ نړیوال جام لپاره به د کرکټ ټیم ۲ اوونیو کې اعلان شي


د یو ورځنۍ کرکټ لوبو کپټان ګلبدین نائب په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 05 2019
د یو ورځنۍ کرکټ لوبو کپټان ګلبدین نائب په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 05 2019

تمه ده چې د نړیوال جام لپاره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نږدې دوو اوونیو کې اعلان شي.

یو شمېر افغان لوبغاړي اوس د جنوبي افریقا په پوچیف سټروم ښار کې په تمریناتو بوخت دي او د دوی له‌منځه به اکثر لوبغاړي د ملي ټیم لپاره غوره شي.

د یو ورځنۍ لوبو کپټان ګلبدین نائب ازادي راډیو ته وویل:

"دلته زموږ شپږ لوبې دي. دې لوبو ته په کتو سره به کرکټ بورډ ۱۵ کسیزه ډله په ۲۳م یا ۲۴م تاریخ اعلان کړي."

د کرکټ نړیوال جام په انګلستان او وېلز کې د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې ترسره کېږي.

افغان لوبډله به تر نړیوال جام درې اوونۍ مخکې په سکاټلنډ او انګلستان کې یو لړ دوستانه لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG