- ډیپلومات
ډیپلومات ورځپاڼې دې ته پام کړی چې ولې طالبان د افغانستان د سولې پروسه کنټرولوي؟
د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل او اسلاماباد ته تر خپلو سفرونو وروسته پاکستاني چارواکو ته دوه پیغامونه ورکړل؛
- یو دا چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د دې هېواد له همکارۍ يې مننه وکړه.
- او بل پيغاميې دا و چې که اسلاماباد له واشنګټن سره اړيکې ښه کول غواړي، باید په افغانستان کې يې د پالېسیو ملاتړ وکړي.
د ډیپلومات په مقاله کې پوښتنه مطرح شوې ده چې:
- ولې پهدې حساس وخت کې امریکا پاکستان ته ظاهراً خبرداری ورکړی دی؟
خپرونه دې پوښتنې ته درې ځوابونه وايي:
- لومړی دا چې امریکا د افغان حکومت تر ډېر فشار لاندې راغلی چې د سولې په پروسه کې باید د پاکستان رول محدود کړي.
- دوهم دا چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره چمتو شي او واشنګټن غواړي طالبان پر مهمو مسایلو توافق وکړي، خو بيا هم له طالبانو سره د خبرو لپاره د امريکا او افغان حکومت غوښتنې د دې ډلې لهخوا بېځوابه پاتې دي او د افغانستان ستونزهیې نوره هم پېچلې کړې ده.
- درېیمه مسئله همدا ده چې د سولې په پروسه کې په کابل او واشنګټن کې د ځینو شخصي ګټو وضعیت ګډوډ کړی دی.
خپرونه استدلال کوي چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ چې افغان حکومت څنډې ته کوي او د یوه «وایسرای» غوندې چلند کوي.
«وایسرای» په بریتانیايي هندوستان کې د لندن لاسپوڅي ته ويل کېږي.
خپرونې د مقالې په پای کې ليکلي:
ویل کېږي چې د اپرېل مياشتې پر مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې څه لاسته راوړنې نهلري پرته له دې چې طالبان ګټه وکړي.
د ډیپلومات خپرونې په وینا د دوحه پر غونډې سربېره په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ پر یو بل پورې شوي تورونه پر ځای پاتې کېږي او په راتلونکي کې د سولې پر پروسه اغېز کولای شي.