د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

اجرائیه ریاست: عمران خان دې د تُندلارو په اړه خپلې څرګندونې عملي کړي


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي رآډیو په یوه اوونیزه خپرونه کې د مرکې پر مهال. ۳ اپریل ۲۰۱۹
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي رآډیو په یوه اوونیزه خپرونه کې د مرکې پر مهال. ۳ اپریل ۲۰۱۹

د افغان حکومت اجرائیه ریاست په پاکستان کې د تُندلارو ډلو په وړاندې اقدام د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم بولي او وايي چې په‌دې اړه د دغه هېواد صدراعظم باید خپلې څرګندونې په عمل کې پلې کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تازه ویلي چې په‌دغه هېواد کې تُند لارو ډلو ته اړتیا نه‌شته او باید له‌منځه یو وړل شي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۱» ازادي راډيو ته وویل، له تُندلارو ډلو سره په خوا کې باید د پاکستان د نظام په دستګاه کې له ترورېستي ډلو د ملاتړ کړۍ هم له‌منځه ولاړې شي.

ښاغلي خوځون زیاته کړه:

"عمران خان او د پاکستان حکومت باید د دغه هېواد په اردو او استخباراتي شبکو کې هغه کړۍ چې له تُندرلارو ډلو ملاتړ کوي افشا او له‌منځه یوسي، موږ هیله لرو چې په دې برخه کې د پاکستان عملي اقدامات به د دې لامل شي چې د ترورېستي ډلو د تجهیز او تمویل سرچینې قطع شي او دا کار به د افغانستان د امنیت لامل وګرځي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» په دغه هېواد کې یو شمېر بهرنیو خبریالانو ته ویلي چې په پاکستان کې باید تُندلارې او ترورېستي ډلې له‌منځه یو وړل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان یوه خبري غونډې ته د خبرو پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان یوه خبري غونډې ته د خبرو پر مهال

ښاغلي خان څرګنده کړې چې دغه ډلې د افغانستان د جهاد د بریالیتوب په خاطر رامنځته شوې وې او اوس په درد نه‌خوري او باید مخکې یې د فعالیتونو مخه نیول شوې وی.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان حکومت تل ټینګار کړی و چې په پاکستان کې تُندلارې او ترورېستي ډلې موجودې دي او د افغانستان په ناامنۍ کې لاس لري.

افغان چارواکو ویلي و چې د دغو ډلو ملاتړ او هڅونه په پاکستان کې دننه د ځینو نظامي او استخباراتي کړیو له‌خوا کېږي، څو په افغانستان د حکومت په وړاندې اقداماتو وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم په همدې باور دی او وايي چې پاکستان باید تېره ترخه تجربه تکرار نه‌کړي او دا ځل د تُندلارو او ترورېستي ډلو پر وړاندې صادقانه اقدام وکړي.

ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تر اوسه په‌دې اړه د پاکستان په صداقت شک لرو چې ممکن له دغه موضوع د یوې وسیلې او الې په توګه ګټه واخلي او امتیاز ترلاسه کړي، پاکستان باید په واضح توګه ووايي چې له طالبانو، القاعده او هغه ډلې چې په افغانستان کې جنګېږي، خلک وژني او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي د فعالیت اجازه نه‌ورکوي."

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه خوشحال خلیل هم وايي چې تُندلارې او ترورېستي ډلې د پاکستان په اردو او استخباراتو کې ریښې ځغلولي او په کم وخت کې یې له‌منځه وړل امکان نه‌لري.

نوموړی د پاکستان د صدراعظم تازه څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې ممکن اسلام‌اباد د سیمې او نړۍ له فشارونو د خلاصون لپاره د تُندلارو او ترورېستي ډلو پر وړاندې سطحي او لنډمهالي اقدامات ترسره کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG