د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۷

عمران خان: پوځ او "ISI" د افغانستان د جهاد د وخت وسله‌والې ډلې له‌منځه وړي


د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي د افغانستان د جهاد له پای سره په یو وخت په پاکستان کې رامنځته شوې وسله‌والې ډلې باید نه‌وی پرېښودل شوې.

هغه وویل، دغو وسله‌والو ډلو ته اوس ضرورت نه‌شته او پوځ او استخباراتي اداره «ای. اېس. ای» یې د له‌منځه وړلو لپاره پوره ژمنه لري.

عمران خان دا څرګندونې پرون له یوه ډله بهرنیو خبریالانو سره په لیدنه کې کړې دي.

عمران خان دا خبرې داسې وخت کړي چې د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر مټ د نیابتي جګړې په پر مخ بیولو تورنه ده.

پر پاکستان یوه بله لویه نیوکه هم په‌دې هېواد کې دننه د شااوخوا ۳۰ زره مدرسو موجودیت دی چې ویل کېږي اکثر ترهګر روزي.

عمران خان وویل، د مدرسو د کنټرول لپاره هم کمپاین پیل شوی او نور به وسله‌والې ملېشه فعالیت ته پرېنه‌ږدي.

XS
SM
MD
LG