د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۴ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۵۵

همدم: امریکایان باوري دي چې پر دوی بریدونه د سولې خنډ نه‌شي ګرځېدلی


د ناټو یو پخوانی افغان – امریکايي سلاکار محمد شفیق همدم

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په بګرام کې پر امریکایانو د وړمې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې داسې حملې به د سولې د هڅو مانع ونه‌ګرځي.

د طالبانو په یوه موټربم حمله کې ۳ امریکایي عسکر وژل شوي، درې نور امریکايي عسکر او د دوی یو بل افغان قراردادي همکار ټپيان دي.

د امریکا خلک هم تر ډېره د حکومت له نظر سره موافق دي.

دا خبره د ناټو یوه پخواني افغان-امریکايي سلاکار محمد شفیق همدم ازادي راډيو ته وکړه.

له ښاغلي همدم سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د سولې له هڅو سره سره د امریکایانو د وژل کېدو په اړه د دغه هېواد خلک څه نظر لري؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG