د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

اوسېدونکي: د پکتیا ځینو سیمو کې لا هم قضایاوې پر وسله‌والو مخالفینو حلېږي


د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې یو شمېر طالبان , ۱۸ جولای ۲۰۱۷
د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې یو شمېر طالبان , ۱۸ جولای ۲۰۱۷

د سوېل ختیځ زون په ډېری سیمو کې د قضایاوو د حل په هدف درې ډول مرجع موجودې دي؛

  • دولت.
  • قومي جرګې.
  • او د دولت وسله‌وال مخالفین.

خلک لومړی هڅه کوي چې خپلې وړې او لویې حقوقي ستونزې د قومي جرګو له لارې هوارې کړي.

په دوهم قدم کې هغو مراجعو ته چې دوی یې تر نفوذ لاندې ژوند کوي، مراجعه کوي.

خو په سوېل ختیځ زون او په ځانګړي ډول پکتیا کې د یو شمېر سیمو اوسېدونکي لا هم د خپلو حقوقي او ټولنیزو قضایاوو د حل په هدف د دولت وسله‌والو مخالفینو ته مراجعه کوي.

د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وایي:

"په ولسوالۍ کې حلېږي، قومي دود لرو، سپین‌ږیري علماء یې حلوي، زموږ په ډېریو ځایونو کې خلکو ته چې کوم مشکل پیدا شي طالبانو ته رجوع کوي."

داسې ولسوالۍ هم شته چې د ولایتي ادارې له‌خوا ورته په دنده ګمارل شوی قاضي او څارنوال اړوندو ولسوالیو کې فزیکي حضور نه‌لري، بلکې د ولایت په مرکز ګردېز کې دفتري چارې ترسره کوي.

د میرزکې او ګردې څېړۍ ولسوالیو دوه تنه اوسېدونکي يې په اړه وایي:

"قاضي او څارنوال‌یې مشخص کړي دولت له ګردېزه ویلي چې که تاسو څه ستونزې لرلې، په ګردېز کې څارنوال فلانی او قاضي مو فلانی دی."

"د مسایلو د حل په ارتباط به تاسو له دوی سره تماس کې کېږئ، د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو په اداري کارونو کې یو څه نیمګړتیاوې شته."

په ګڼو سیمو کې همدا تشه د دې لامل کېږي چې خلک خپلې قضایاوې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته وروړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند ښاغلی جمشېد رسولي.
د لویې څارنوالۍ ویاند ښاغلی جمشېد رسولي.

بل‌خوا لويه څارنوالۍ وایي، هغه عدلي او قضایي پرېکړې چې د دولت وسله‌وال مخالفین‌یې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې د خلکو ترمنځ کوي، قانوني مشروعیت نه‌لري.

دا څرګندونې د لویې څارنوالۍ ویاند ښاغلي جمشېد رسولي په ګردېز کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړي.

ښاغلی رسولي زیاتوي:

"په هېڅ وجه هغه فیصلې چې د هغوی له‌خوا صادرېږي موږ ته مشروعیت نه‌لري."

ښاغلي رسولي د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پکتیا ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې عدلي او قضایي ارګانونو ته د خلکو نه‌لاسرسی او په ځینو ولسوالیو کې د عدلي او قضایي ادارو د نشتوالي له امله ځایي اوسېدونکي اړ کېږي چې خپلې حقوقي قضیې د حل په هدف د دولت وسله‌والو مخالفینو ته وروړي، د خلکو دې ستونزې د هواري په پار د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانونو تدابیر به څه وي؟

ده وویل:

"امینتي مسؤلینو ته لارښوونه وشوه او ورڅخه وغوښتل شول چې د څارنوالانو د امنیت او خوندیتوب لپاره لاس په‌کار شي، څو څارنوالان وکولای شي چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې حضور پیدا کړي او هغه قضایاوې چې له جرمونو یې سرچینه اخیستې څارنولان‌یې وڅېړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې په هغه ولایت کې د عدلي او قضایي ارګانونو د کړنو د څرنګوالي د څېړلو په هدف د لویې څارنوالۍ یو پلاوی د ملي امنیت څارنوالۍ رئیس ښاغلي شمس‌الله احمدزي په مشرۍ د هغه ولایت مرکز ګردېز ته سفر کړی او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره‌یې لیدنې کړې دي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG