په کابل کې د افغان چارواکو او سیاستوالو لپاره نن چهارشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۲۱» یوه بوخته ورځ ده.
تمه کېږي چې دوی به له اوږدو بحثونو وروسته د طالبانو سره د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره د مصالحې عالي شورا تشکیل بشپړ او اعلان کړي.
دا شورا چې د جوړېدو چارې یې کابل ته د واشنګټن د استازي زلمي خلیلزاد له تازه سفر راوروسته چټکې شوي، د افغان حکومتي چارواکو او بېلابېلو سیاسي لورو او شخصیتونو څخه جوړ یو تشکیل دی چې له طالبانو سره به د سولې خبرو د پر مخ بیولو مسؤلیت ولري.
ښاغلی سیاف د سولې په پروسه کې د افغانستان سرې کرښې وړاندې کوي.
د افغانستان د مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۸» په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه.
د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې ورځ د دې شورا دوهمه او مهمه غونډه ده چې پهکې به د دې شورا تشکیل، جوړښت او واکونه روښانه شي.
ښاغلي خوځون زیاته کړه:
"پهدې غونډه کې به د دې شورا تشکیل او دا چې څو کسان باید پهکې ګډون ولري نهايي شي، همدارنګه به جهادي مشر ښاغلی سیاف د سولې په پروسه کې د افغانستان سرې کرښې وړاندې کوي چې شورا بهیې په اړه پرېکړې وکړي. د افغانستان قاضيالقضات او د ولسمشر دوهم مرستیال به د مذاکره کوونکي ټیم کاري صلاحیتونه په لیکلي بڼه دې شورا ته وړاندې کړي."
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون زیاته کړه، د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو ته دنده ورکړل شوې چې یو شمېر هغه سیاستوال چې مؤثر دي او تر اوسه د سولې د رهبرۍ په شورا کې نهدي شامل هم پهدې شورا کې شامل کړي.
د ښاغلي خوځون په وینا د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي به پهدې شورا کې د ښځو د ګډون د باوري کولو لپاره یو لېست د شورا دوهمې غونډې ته وسپاري.
د افغان چارواکو په وینا د مصالحې د رهبرۍ شورا تر څنګ به ښايي یو مذاکراتي ټیم هم نن چهارشنبه اعلان شي چې همدې شورا ته به ځواب ویونکی وي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، پهدې مذاکراتي ټیم کې به هم د حکومتي استازو سربېره د نورو سیاسي لورو او مدني ټولنې استازي شامل وي.
د نړیوالو چارو افغان شنونکی او د سولې یو فعال انتظار خادم وايي، که څه هم افغان حکومت د داسې یوې شورا د رامنځته کولو لپاره هڅو کې ځنډ کړی، خو اوس هم د طالبانو سره د خبرو لپاره د یوې داسې شورا جوړول چې ټول افغان لوري پهکې شامل وي، یو ښه پرمختګ دی.
نوموړي وویل، غوره به دا وي چې پهدې دواړو جوړښتونو کې داسې کسان ځای شي چې رښتیا د افغانستان د وګړو د بېلابېلو اقشارو استازولي وکړي او د سولې د هڅو لپاره صادق وي.
ښاغلي خادم زیاته کړه:
"په دواړو ټیمونو کې:
- د ملت رښتیني استازي شاملول.
- سیاسي او ابزاري سیاست نهکول.
- پر خپلو شخصي ګټو د ملت ګټې مخکې کول.
- د دې دواړو ډلو لپاره کاري مېکانیزم جوړول.
- نظام او د نظام ارزښتونه تعریفول، دا هغه څه دي چې دا ټیمونه کامیابولای شي او مذاکره کامیابولای شي."
تمه ده چې په کابل کې جوړېدونکی مذاکراتي ټیم به د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې له طالبانو سره په بینالافغاني مخامخ خبرو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
چارواکو دا یوه مشورتي غونډه بللې او وايي، دا رسمي خبرې اترې نه، بلکې ټول لوري پهکې د سولې پر راتلونکي او څرنګوالي نظرونه تبادله کوي.