د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۴

اصغر افغان به له درملنې وروسته د کرکټ له ملي ټيم سره یوځای شي


د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي او د افغان کرکټ لوبډلې پخوانی کپټان اصغر افغان

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، پخوانی کپټان اصغر افغان به ژر له ملي ټيم سره یوځای شي.

دا خبره د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.

هغه وویل، د لوبډلې لپاره د نویو کپټانانو ټاکل د دقیقې ارزونې وروسته شوي او هدف‌یې د ټيم لا پرمختګ دی.

د ۲۰۱۹ میلادي کال له نړیوال جام مخکې د لوبډل‌مشر د بدلولو په اړه ګڼو خلکو مخالفت کړی.

د کرکټ بورډ له عمومي رئیس ښاغلي فضلي سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې له نړیوال جام مخکې دوی څنګه په ټیم کې تغییرات راوستي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG