د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د کونړ اوسېدونکي: که داعش کنټرول نه‌شي د اچین او هسکې مېنې په څېر به شو


ارشیف، په ننګرهار کې د داعش وسله واله ډله چې کله یې یو شمېر خلک په بمونو کینول.۳۱ اګسټ ۲۰۱۵
ارشیف، په ننګرهار کې د داعش وسله واله ډله چې کله یې یو شمېر خلک په بمونو کینول.۳۱ اګسټ ۲۰۱۵

د کونړ اوسېدونکي وېره لري، که داعش د دې ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې کنټرول نه‌شي، نو کېدای شي دوی هم د ننګرهار د اچین، هسکې مېنې او نورو سیمو په څېر د بد حالت سره مخ شي.

دوی له حکومته غواړي چې باید د داعش خلاف پوځي عملیات پیل کړي، څو چپه دره له یادې وسله‌والې خلاصه شي او راکډه شویو کورنیو ته بېرته د تګ زمنیه برابره شي.

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

د چپې درې څخه راکډه شوي خلک وايي، خپل کورونه‌یې ځکه پرېښي چې ماشومان او قومي مشران‌يې د ننګرهار د اچین، هسکې مېنې او نورو سیمو په څېر د داعش وسله‌والو له‌خوا له ګواښ سره مخ نه‌شي.

دا یوازې د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي نه‌دي چې په سیمه کې د نوي جنګ د پیلېدو وېره لري، بلکې د نورو سیمو اوسېدونکي هم ورته اندېښنه لري او له حکومته غواړي چې باید د وسله‌والو مخه په چپه دره او لیرې پرتو ساحو کې ډپ کړي او که داسې ونه‌شي نو زرګونه نورې کورنۍ به هم اړ شي څو خپل کورونه پرېږدي.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی یار پاچا وویل:

"داعش او طالب په کونړ کې څه کړي او که‌نه؟، خو نورو ځایونو کې يې د ظلمونو کیسې موږ ته رارسېدلي، یوه اوازه خپره شوې. دا زموږ د ټولو له‌پاره د شرم خبره ده چې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان مو سرتور سر، لوڅې پښې او په بد حالت کې له کورونو راوځي، خلکو کې دا وېره خپره شوې چې داعش د خلکو مالونه او عزتونه لوټي او سیمه نیسې."

ارشیف، د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال .۵ نومبر ۲۰۱۸
ارشیف، د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال .۵ نومبر ۲۰۱۸

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل، له داعشه د چپې درې د تصفيې له‌پاره به ډېر ژر ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.

والي زیاته کړه:

"زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به د درېیو ورځو په موده کې شپني او هوايي عملیات پیل کړي. کوچني عملیات اوس هم دوام لري. زمو پلان دا دی چې لومړی باید هغه سیمې ونیسو چې کومې داعش له طالبانو نیولې دي او په دوهم قدم کې به د دوی حضور دلته ختم شي."

هغه وايي، د چپې درې د ساتلو له‌پاره یې په سیمه کې محلي اردو رامنځته کړې، څو طالبان، داعش او یا کومه بله وسله‌واله ډله په یاده دره کې ځالې جوړې نه‌کړې.

خو د کونړ اوسېدونکي وایي، تر اوسه حکومت د طالبانو او داعش ترمنځ د راپیدا شوي تاوتریخوالي او جګړو څخه هېڅ ګټه نه‌ده پورته کړې او دوی سره وېره ده چې که داعش په چپه دره کې پښې ټینګې کړي، نو نورو سیمو ته به هم خپل لاسونه وغځوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG