د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

افغان حکومت: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي


ارشیف، د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, ۰۷ اپریل ۲۰۱۹
ارشیف، د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, ۰۷ اپریل ۲۰۱۹

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به مؤثر وي.

افغان حکومت وایي، اروپایي ټولنه تر دې وړاندې هم د نورو هېوادونو د سولې موافقې د پلي کېدو د ضمانت تجربه لري او که دا کار د افغانستان په برخه کې هم وکړي، نو مؤثرې پایلې به ولري.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د اروپایي ټولنې د چمتووالي هرکلی وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"په نورو ځایونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بیا د سولې موافقه لاسلیک شوې، د دې لپاره چې د دې موافقې عملي کېدل هم یوه اوږده پروسه وي، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایي ټولنه یوه بې‌طرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده. اروپایي ټولنه دا تجربه لري دلته به هم همدا رول ولري او دا یې ویلي چې که غوښتنه ترې وشي نو اماده ده. نو خپل مؤثریت به ولري."

خو ښاغلي چخاسوري په‌دې اړه چې ایا دا غوښتنه د افغانستان د حکومت له‌خوا ترې شوې که څنګه؟ نور جزئیات ورنه‌کړل.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ په لوګزامبورګ کې یو پرېکړه‌لیک خپور کړی چې په هغه کې یې د افغانستان له خلکو سره د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې پر افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو غږ شوی چې څومره ژر کېږي په خپلو کې مستقیمې خبرې پیل کړي او تاوتریخوالی ختم کړي.

دغې شورا په خپل پرېکړه‌لیک کې د نورو همکاریو تر څنګ چمتووالی ښودلی چې اروپایي ټولنه به د افغانستان د سولې په پروسه کې د تضمینوونکي په توګه رول ولوبوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني په‌دې اړه وویل:

د انځور ښي لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او چپ لوري ته د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, ۲۶ مارچ ۲۰۱۹
د انځور ښي لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او چپ لوري ته د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, ۲۶ مارچ ۲۰۱۹

"زما تصور دا دی چې لا هم موږ له یوې موافقې څخه لیرې یو، خو یقیناً موږ کولای شو دواړه، هم د موافقو په عملي کېدو کې د تضمینوونکي رول ولرو، ځکه اروپایي ټولنه د دې کار لپاره کافي سرچینې لري او هم باید ووایم هغه څه چې لا ډېر مهم دي اروپایي ټولنه د دې رول د لوبولو لپاره په‌خپله په افغاني ټولنه کې د بېلابېلو لورو او ډلو له‌خوا، په سیمه او هم نړیوالې ټولنې کې د کافي اعتماد څخه برخه‌منه ده. نو موږ یقیناً کولای شو د دې بهیر په تضمینولو کې رول ولوبوو."

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا پرونی پرېکړه‌لیک په یوه جامع ډول د سولې موافقې ته رسېدل مهم ګڼي داسې چې:

  • د افغانستان د حکومت له‌خوا تأیید شي.
  • تاوتریخوالی کم کړي.
  • له افغانستان څخه نړۍ ته د ترورېستي ګواښونو مخه ونیسي.
  • د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او د اقلیتونو اړوند ټولو کسانو بشري حقونه خوندي کړي.
  • او د افغان دولت، د دولتي ادارو او د اساسي قانون دوام یقیني کړي.

افغان حکومت وایي، اروپایي ټولنې په تېرې نومبر میاشت کې د جنیوا په غونډه کې چې د افغانستان لپاره جوړه شوې وه، له دې هېواد سره د دغې همکارۍ ژمنه وکړه.

د هغې ژمنې پر اساس د اروپایي ټولنې په پروني پرېکړه‌لیک کې د افغان امنیتي سکټور په ګډون د ادارو په اصلاحاتو، په ټولنه کې د وسله‌والو مخالفینو او د هغو د کورنیو د ادغام او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اتصال په پروژو کې همکارۍ ژمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG