د غزني ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې روسي مشاورین او روزونکي ځای پر ځای شوي دي.
دوی وايي، دغه مشاورین د سیمې د خلکو له لوري لیدل شوي چې وسلهوالو طالبانو ته مشورې او نظامي زدهکړې ورکوي.
د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي، د دې تر څنګ چې دغه روسي مشاورین وسلهوالو ته مشورې ورکوي ځینې درنې او جدیدې وسلې یې هم ورکړي دي او د وسلو زدهکړې هم ورکوي.
ښاغلي یوسفي ازادي راډیو ته زیاته کړه:
"که یوې خوا ته له وسلهوالو سره د سولې خبرې روانې دي، بل لور ته دغه مشاورین دلته لیدل کېږي چې دا د سولې پر خبرو بد اغېز کولای شي."
د ولایتي شورا یو بل غړی عصمتالله جامرادوال هم وايي چې د سیمې خلکو دغه کسان لیدلي دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
"پاکستان او روسیه غواړي چې په افغانستان کې د سولې پروسه ناکامه کړي، نو له دې املهیې دلته روسي مشاورین رالېږلي، څو د دولت مخالفین وروزي او هغوی جګړې ته دوام ورکړي."
بل لور ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل:
"د سیمې استخباراتي کړۍ او وسلهوالې ډلې د ولایت په ډېری برخو کې شتون لري، خو تر اوسه دوی پوره شواهد په لاس کې نهلري چې دغه مشاورین دې دلته موجود وي."
وسلهوالو طالبانو د غزني ولایتي شورا د غړو دا خبره ناسمه ګڼي.
د دغه ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، داسې هېڅڅوک له دوی سره په دغه برخه کې مرستې نهکوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د روسیې او ایران ساخت وسلې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې وې.
راپور: حبیبالرحمن تأثیر