د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

سلیمان‌زی: سوېل ختيځ کې هره میاشت له ۶ تر ۱۰ ملکيان د ماین قرباني کېږي


ارشیف، د کندهار په پنجوايي ماین پاکان د ماین ایستلو پر مهال, ۲۱ فبروري ۲۰۱۶
ارشیف، د کندهار په پنجوايي ماین پاکان د ماین ایستلو پر مهال, ۲۱ فبروري ۲۰۱۶

په سوېل ختیځ زون کې د ماین پاکۍ اړوند چارو د هم‌غږۍ دفتر وایي، په‌دې زون کې هره میاشت له ۶ نه تر ۱۰ تنو ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وي، د ماین او ناپېژانده چاودېدونکو توکو قرباني کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په سوېل ختيځ زون کې د ماین پاکۍ عملي چارې کابو ۲۰ کاله وړاندې پیل شوي، خو لا هم د ماین پاکۍ اړوند ادارې نه‌دي توانېدلي چې په ماینونو پوښلي سیمې په بشپړ ډول له ماینونو پاکې کړي.

په‌دې زون کې د ماین پاکۍ چارو د یووالي او هم‌غږۍ ریاست د سیمه‌ییز دفتر مسؤل محمد حکیم سلیمان‌زی وایي، د دې زون په اړوند څلورو ولایتونو، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې په ۲۰ کلونو کې د ماین پاکۍ پروګرام له پیله تر اوسه، په ۲۲۰ کلیو کې ۲۳۴ کېلو متر مربع ساحه د ماینونو له شتونه پاکه شوې.

سلیمان‌زی وړاندې وایي، لا اوس هم د یادو ولایتونو د ۴۴ ولسوالیو په ۲۵۲ کلیو کې ۴۷۴ سیمې د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي چې په مساحت د ۸۶ کېلو متر مربع ځمکه تشکیلوي.

دی وايي:

"په پکتیا کې ۸ کېلو متر مربع یعنې اته میلیونه متره مربع، پکتیکا کې ۱۶،۴ کېلو متره مربع، غزني کې ۵۳ کېلو متره مربع سیمې لړلې پاتې او په خوست کې ۹،۳ کېلو متر مربع ځمه چې جمله ۸۶ کېلو متر مربع کېږي او ۴۷۴ مختلفې د ماینونو سیمې لا تر اوسه پاتې دې چې باید پاک شي."

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د دولت او د دولت د وسله‌والو مخالفینو د جنګیالیو ترمنځ په ځمکنیو، هوایي او نورو غلچکیو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر څنګ، په لویو او فرعي لارو، دښتو، کروندو او د خلکو د استوګنې په سیمو کې له پخوا راپاتې او نویو خښ کړل شویو ماینونو او ناچاوده چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله ګڼ شمېر هېوادوال لا هم د خپل بدن غړي او حتی ژوند له لاسه ورکوي.

په سوېل ختیځ زون کې د ماین پاکۍ د چارو د هم‌غږۍ دفتر له‌خوا خپاره شوي ارقام ښیي چې لا هم په‌دې زون کې هره میاشت له ۶ تر ۱۰ پورې ملکي وګړي د ماین قرباني کېږي چې اکثریت‌یې ماشومان جوړوي.

سلیمان‌زی وايي:

"په‌دې زون کې په مجموع کې موږ د میاشتې د شپږو او ۱۰ ترمنځ د ملکي قربانیانو ارقام لرو."

د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي ګلالۍ ۱۲ کلنه ماشومه ده، دې په ناپوهۍ کې له چاودېدونکو توکو سره د لوبېدو پر مهال د رامنځته شوې چاودنې له امله خپله یوه پښه له لاسه ورکړې، دغه ماشومه نورو ماشومانو او هم هغوی ته چې خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه ماینونه او ناچاودي توکي کاروي ځانګړي پیغامونه لري.

ګلالۍ وايي:

"داسې شی مې په پټو کې راپیدا کړ چې ما نه‌پېژانده، ما لوبې ورسره کولې، هغه ماپسې وچاوده، ما خپله یوه پښه د لاسه ورکړه، له ماشومانو غوښتنه لرم چې داسې شیان دې نه‌اخلي چې نه‌یې پېژني او نور خلک دې داسې شیان نه‌شیندي چې خلک پرې معیوبان شي."

په سوېل ختیځ زون کې د ماین پاکۍ چارو همغږی کوونکی دفتر وایي، د پلان له مخې په روان ۱۳۹۸ کال کې د خوست او پکتیا ولایت په مربوطاتو کې په مساحت د ۱۹،۵ کېلو متر مربع ځمکه کې ۵۵ سیمې په نښه شوي چې د ماینونو له شتونه به پاکې شي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG