د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د سږني کال د سېلاب‌ځپلو هیلې او ورسره شوې مرستې!


ارشیف، د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو یو انځور
ارشیف، د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو یو انځور

په افغانستان کې درنو سېلابونو په وروستیو څو اوونیو کې د ټول هېواد په کچه ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.

د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۵مه د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې سېلابونو ۳ کسان ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل چې اته واړه قربانیان د لسو او شلو کلونو ترمنځ نجونې وې.

په همدې ورځ په یوه بله پېښه کې په بادغیس ولایت کې د هرات- قلعه نو د لویې لارې په اوږدو کې د سېلابونو له کبله ۷ کسان مړه او ۱۰ نور لادرکه شول.

د هرات ولایت د سېلاب ځپلو او ویجاړیو یو انځور
د هرات ولایت د سېلاب ځپلو او ویجاړیو یو انځور

دا سېلابونه د هغو فصلي ناورینونو یوه برخه ده چې د پسرلي له پیل سره سم هر کال د جګړو په شان پر کلیو او بانډو حمله کوي، انسانان او څاروي وژني او په کرنیزو ځمکو کې نه یوازې د کال خواري وړي، بلکې د څو نورو کلونو لپاره یې له کاره باسي.

دا سېلابونه هر کال په حمل، ثور او کله ناکله په جوزا میاشتو کې راوځي، خو سږني سېلابونه درنو واورو او بارانونو خونړي کړل.

دې سېلابونو تر ټولو زیات زیانونه په بادغیس، هرات، فاریاب، کندهار او بلخ ولایتونو کې خلکو ته واړول.

په دې ولایتونو کې د سېلابونو یو شمېر زیانمن خلک د هغو دردونو کیسې کوي چې د دې سېلابونو له کبله یې احساس کړي دي.

​د سېلابونو له پیل سره سم نړیوالو مرستندویو ټولنو او افغان حکومت له سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستو لړۍ چټکه کړه.

د خوړو نړیوال سازمان WFP، د مهاجرت نړیوال سازمان IOM، یونسېف، افغان ایډ، فوکس او ځینې نورې ټولنې هغه موسسې دي چې د پسرلي له پیل سره سم یې خلکو ته د مرستو د رسولو هڅې پیل کړي، خو هغه سېلاب ځپلي چې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي، وايي چې حکومت او نړیوالو مرستندویو ټولنو هېڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل چې حکومت او مرستندویو ټولنو د سېلابونو له زیانمنو خلکو سره تر خپلې وسې پورې مرسته کړې ده او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس

ده وویل:

"هغه کسان چې په ډېرو بدو حالاتو کې په حادثو کې ګیر پاتې شوي، هغوی ژغورل شوي، امن ځایونو ته انتقال شوي دي او همداراز هغه کسان چې تاوده خواړه یې ترلاسه کړي دي، هغو کسانو ته چې په ازاده فضا کې پاتې شوي وو، په ښوونځیو کې خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي او دا ټولې مرستې دي او موږ هغوی ته دا مرستې رسولي دي."

یو شمېر خلک د مرستو په وېش کې د بې عدالتۍ خبره کوي او وايي چې د مرستو د وېش مسؤل چارواکي دا مرستې یا خپلو خپلوانو ته ورکوي او یا یې په بازار کې پلوري، خو د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر ښاغلی سیاس وايي، افغان حکومت او مرستندویو ټولنو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو خلکو سره تر وسې وسې مرسته کړې، خو نوموړی زیاتوي چې سېلاب ځپلو خلکو هرڅه له لاسه ورکړي او ځکه زیاته تمه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"له هغو خلکو سره چې ټوله هستي یې له لاسه ورکړې، شته یې له لاسه ورکړي او حتی ژوند یې له لاسه ورکړی، له تخنیکي پلوه داسې مرستې کېږي چې ژوند یې وچلېږي او مشکل یې حل شي، خو د هغو تمه زیاته ده او غواړي چې ټول هغه څه ترلاسه کړي چې له لاسه یې ورکړي دي، خو دا لږ مشکله خبره ده."

یو شمېر بېځایه شوي سېلاب ځپلي د خپلو ماشومانو د ښوونځیو او تعلیم لپاره هم اندېښنه ښيي، خو ښاغلی سیاس وايي چې بېځایه شوې کورنۍ هرې سیمې ته چې کډه وړي، په نږدې سیمو کې یې ښوونځي هم شته.

د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو د ماشومانو یو انځور
د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو د ماشومانو یو انځور

د سیاس په وینا، د افغانستان د معارف لویه ښيګڼه دا ده چې که زده کوونکی د لږ وخت لپاره یو ښوونځي ته مراجعه کوي، هلته ټول اسناد نه ترې غوښتل کېږي، بلکې یوازې ځان معرفي کوي چې بېځایه شوی دی، هلته په موقت ډول منل کېږي او بشپړ اسناد وروسته وړاندې کوي.

د طبیعي پیښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې د ورښتونو له کبله د انساني تلفاتو شمېر له ۱۶۰ اوړي خو د پسرلي له پیل سره سېلابونو ۴۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د سېلابونو او د وچکالیو له کبله د انساني تلفاتو او مالي زیانونو دقیقه مقایسه که څه ښايي ګرانه وي، خو د سېلابونو خونړۍ اوبه لږترلږه د خلکو کروندې زرغونولای شي، په داسې حال کې چې وچکالي د تدریجي مرګ په څېره کې راځي او انساني تلفات یې هم څو ځلې زیات دي.

XS
SM
MD
LG