د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

څېړنه: ښوونیزو مرکزونو کې د اسلامي ثقافت تدریس افراطیت پياوړی کوي


په کابل کې د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې د مخکتنې غونډه، ۰۴ اپریل ۲۰۱۹.
په کابل کې د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې د مخکتنې غونډه، ۰۴ اپریل ۲۰۱۹.

يوه نوې څېړنه ښيې چې د افغانستان په یو شمېر ښوونیزو مرکزونو کې د اسلامي ثقافت مضمون تدریس د افراطیت پياوړتیا دودولو ته لار هواره کړې ده.

«د افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې لیکوال وايي، دغه څېړنه ښيې چې د اسلامي ثقافت يو شمېر استادان د دې پر ځای چې د دغه مضمون متن په اکاډمیک ډول تدریس کړي، د يوې ایډیالوژۍ په توګه يې مطرح کوي.

رامین کمانګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵» په کابل کې د دې رسالې د مخ‌کتنې غونډې ته وویل، يو له هغو موضوعاتو چې د اسلامي ثقافت استادان ورته ډېره پاملرنه کوي، خلافت او اسلامي امارت دی.

د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې لیکوال د مخکتنې غونډه کې
د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې لیکوال د مخکتنې غونډه کې

ښاغلي کمانګر زیاته کړه:

"په ټوله کې پر متن کوم بحث کېږي، هغه جوړښت دی چې موږ ورته خلافت او امارت وایو، دغه جوړښت له هغه څه سره چې موږ لرو توپير لري، دا جوړښت يوازې دا نه چې بحث پرې کېږي، بلکې په حسرت سره وړاندیز او پراختیا مومي او متن خپل اکاډمیک شکل له لاسه ورکوي او په زیاتره ځایونو کې د داسې ورځې په هیله متن وړاندیز کېږي."

افغان طالبان په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امارت په نظام ټینګار کوي او د دغه نظام د ټينګښټ لپاره د افغانستان د حکومت او دلته د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

بل‌خوا د اسلامي خلافت موضوع بیا نن سبا د اسلامي دولت ډلې يا داعش له‌خوا مطرح کېږي.

خو په‌دغه څېړنه کې چې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټيټوټ له‌خوا شوی دی، هغه څه چې د اسلامي ثقافت په مضامینو کې د اسلامي خلافت او امارت په نوم د افغانستان په پوهنتونو کې تدریسېږي، هغو اسلامي نظامونو سره ورته دي چې داعش او طالبان یې غواړي.

د رسالې څېړونکی وايي، خلافت او اسلامي امارت د ډموکراټیک او سیکولر نظامونو سره په تقابل کې واقع دی او په ځینو مواردو کې د اسلامي ثقافت استادان نور نظامونه کفري او فاسد بولي.

د اسلامي ثقافت مضامین له کوم وخت راهیسې چې د افغانستان په پوهنیز نظام کې شامل شوی، جنجال پارونکې وه.

د کابل پوهنتون استاد عبدالمتین شهیدي وایي، د اسلامي ثقافت د څلورو مضامینو تدریس د لومړي ځل لپاره د برهان الدین رباني د حکومت پر مهال په څلورو سمسترونو کې پیل شو، خو د حامد کرزي د حکومت په دوره کې وروسته له ډېرو بحثونو د يوه ۲۱ کسیز کمېسیون له‌خوا د دې برخې مضامین اتو ته زیات شول.

د کابل پوهنتون استاد عبدالمتین شهیدي د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې په مخکتنې غونډه کې
د کابل پوهنتون استاد عبدالمتین شهیدي د «افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د څېړنېزې رسالې په مخکتنې غونډه کې

خو دا خبره همدلته پای ته ونه رسېده بلکې، په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۵ کلونو کې يو شمېر روحانیون او د پوهنتون استادان د لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ سره را ټول او اسلامي ثقافت د مضمون په متن کې تغییرات راوستل.

ښاغلی شهیدي چې «د افغانستان په پوهنیز نظام کې د دیني راډیکالیزم د رېښه موندنې» د رسالې د مخکتنې غونډه کې یې ګډون درلود وايي، دغه څېړنه هر اړخېزه نه، بلکې د څو تنو شخصي لید لوری دی.

دی وايي:

"کله چې د اسلامي خلافت خبره مطرح کوو او په‌دې اړه غږېږو دا د يو مسلمان کس شخصي لید لوری نه‌دی چې هغه په افراطیت تورن کړو، بلکې دا د ټولو مسلمانو يوه هیله ده چې اسلامي خلافت ولرو، موږ باید د دې دوو خبرو ترمنځ توپير وکړو، هغه څه چې اسلام د اسلامي خلافت په توګه مطرح کوي او هغه څه چې افراطي ډلې مطرح کوي د دواړو ترمنځ باید فرق وي."

د پوهنتون دغه استاد وایي، د اسلامي ثقافت د مضمون تدریس په هېڅ صورت په افغانستان کې د افراطیت د خپرېدو لامل نه‌دی شوی، بلکې اداري او اخلاقي فساد، ظلم، د شریعت نه پلي کېدل، د ځینو رسنیو مبتذلې خپرونې، فکري جنګونه او ځینې نور د افراطیت د خپرېدو له اصلي عواملو څخه دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزارت نظر هم واخلي خو له ډېرو هڅو سره- سره ونه توانېده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالحفیظ منصور چې تېرکال یې د دې جرګې د عمومي ناستې په لومړۍ ورځ یې د اسلامي ثقافت مضامین د افراطیت د دودولو د عواملو په توګه ياد کړ وايي، په پوهنتونو کې د دغو مضامینو تدریس ځوانان تاوتریخوالي ته هڅوي.

دی وايي:

"يو ګام وړاندې ځو، دا يو واقعیت دی، موږ هره ورځ څو تروریستان وژنو او نور یې روزو، موږ په‌خپله ورته له خپلې بودجې نه روزنه ورکوو."

ښاغلی منصور وايي، په دیني متونو کې تُند لارۍ ته باید په افراطي افکارو نه بلکه په منځ‌لاري اسلامي ایډیالوژۍ ځواب ورکړل شي.

په دغه څېړنه کې چې د اسلامي ثقافت مضامین په‌کې د افراطیت د خپرېدو عوامل بلل شوي، په‌کې د هرات، ننګرهار او کابل ولایت يو شمېر محصلین پوښتل شوي او له استادانو سره یې مرکې شوي دي.

د دې څېړنې لیکوال رامین کمانګر وايي، له پوښتل شویو محصلینو ۳۵ سلنه یې د خلافت او اسلامي امارت د بیا راتلو غوښتونکي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG