د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

نثار احمد غوریاني: امنیتي وضعیت ته په کتو د ملي امنیت شورا غونډې دې منظم ترسره شي


ارشیف، د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني
ارشیف، د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني

په‌داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان د ملي امنیت د شورا غونډې نه‌دي جوړې شوي، د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي چې په‌دې هېواد کې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د دې غونډو ترسره کېدل ډېر مهم دي.

د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان په ځینو سیمو کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او د ملي امنیت شورا د غونډو جوړېدل کولای شي د وضعې په ښه کولو کې ګټور تمام شي.

نوموړي وویل:

"د جګړې فصل پیل شوی او تاسې وینئ چې په ځینو ولایتونو کې نښتو زور اخیستی، نو د ملي امنیت شورا غونډې باید منظمې شي ان دا غونډې باید له مخکې نه هم ډېرې جوړې شي، څو وکړای شو جګړه مهار کړو."

د اعلی سرقوماندانۍ او د ملي امنیت د شورا غونډې د اړتیا په صورت کې جوړېږي.

یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان د ملي امنیت شورا او اعلی سرقوماندانۍ غونډې نه‌دي ترسره شوي.

دې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، وویل چې د موجودې لایحې پر اساس د ملي امنیت شورا غونډې د ولسمشر په مشرۍ باید د هرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ او د اړتیا په صورت کې په فوق‌العاده ډول ترسره شي.

د ملي امنیت شورا په کاري لایحه کې راغلي چې ټولې پالېسۍ، ستراتېژۍ او کورني او بهرني موضوعات چې د هېواد د ملي امنیت او ملي ګټو لپاره ګواښ بلل کېږي، تعریف او تشخیص او په اړه‌یې اقدامات کېږي.

ارشیف، د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

خو د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي وایي چې د اعلی سرقوماندانۍ او د ملي امنیت د شورا غونډې د اړتیا په صورت کې جوړېږي نه، د هغه په خبره هره اوونۍ.

دی وايي:

"د ملي امنیت شورا او د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د اړتیا له مخې ترسره کېږي، خو د امنیتي غونډو په اړه باید ووایم چې هره اوونۍ څو غونډې لرو. د ملي امنیت شورا غونډې اجنډا ته اړتیا لري په همدې خاطر په ځینو حالاتو کې جوړېږي."

په عین حال کې یو شمېر افغان امنیتي څېړونکي وایي چې په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره به جګړې هم زور واخلي او حکومت باید په‌‌دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

له دې ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‌والو مخالفینو د حملو د مخنیوي، د سمو پرېکړو د کولو او د افغان امنیتي ځواکونو د فعالیتونو د ښه‌والي لپاره لازمه ده چې د ملي امنیت شورا غونډې په منظم ډول ترسره شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG