د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د ارزګان محصلین: وسله‌وال دې د جګړې پر ځای زموږ په څېر زده‌کړې وکړي


ارزګان کې له پوهنتون څخه تازه فارغ شوي محصلین
ارزګان کې له پوهنتون څخه تازه فارغ شوي محصلین

ارزګان کې له پوهنتون څخه تازه فارغ شویو محصلینو پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې د دوی په څېر زده‌کړې وکړي.

دغه محصلین چې تازه د ارزګان ولایت د لوړو زده‌کړو له مؤسسې څخه فارغ شوي او د چهارشنبې په ورځ ناوخته‌يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل، وویل چې زموږ هېواد تر هغو له ګاونډي هېوادونو سره نه‌شي سیال کېدای، څو چې زده‌کړې ونه‌کړو.

دیني علماوو هم پر خلکو غږ کړی چې پر خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه په‌دغه ولایت کې ۱۴۷ تنه محصلین د لوړو زده‌کړو له مؤسسې څخه فارغ شول.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت له ارزګان ولایت څخه راکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG