د اسیا پراختیايي بانک وايي، په افغانستان کې د زېربنايي پروژو پلي کېدل او د بنسټونو جوړېدل د دې لامل ګرځي چې دغه هېواد منځنۍ اسیا له جنوبي هغې سره ونښلوي او د ټرانزیت په یو سوداګریز مرکز بدل شي.
د دغه بانک رئیس سمویل تومیوا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» په کابل کې د نوي اقتصادي راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، دغه بانک ژمن دی چې افغانستان سره د زېربناوو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي، څو خپل اصلي هدف ته چې د بېوزلۍ لهمنځه وړل دي، ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ برداشت دا دی چې یوه ښه زېربنا او بنسټ د دې لامل ګرځي چې ټرانزیت او سوداګري پیاوړې شي او د دولت د عوایدو د لوړېدو لامل وګرځي او دا عواید زیات شي او د پراختیا په برخه کې ولګول شي، د افغانستان اسیايي بانک مخکښ او ژمن دی چې د دغو زېربناوو په جوړولو او د سیمهییزو همکاریو په برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي، څو د زېربناوو د جوړولو په برخه کې چې د بېوزلۍ د کچې له راکمولو سره مرسته کوي، څو خپل هدف ته ورسېږي."
د اسیا پراختیايي بانک رئیس پهدغه ناسته کې له افغان حکومته وغوښتل چې د پروژو د څارنې او ارزونې تر څنګیې ظرفیت هم لوړ کړي.
د نوموړي په خبره، د ناامنیو تر څنګ، کمزوری اتصال، د انرژۍ سرچینو ته لازم نهلاسرسی او د کرنې ډېر کم پرمختګ هغه مسایل دي چې د افغانستان اقتصادي وده زیانمنوي.
د اسیا پراختیايي بانک پهدغه راپور کې راغلي چې د دې ټولو محدودیتونو سره سره دوی په افغانستان کې د زېربناوو د جوړولو په برخه کې ۴،۵ میلیارده ډالره ونډه لري چې تر اوسهیې ۲۰ سلنه لګول شوې ده.
په راپور کې وړاندوینه شوې ده چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۲،۵ سلنه او په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۳ سلنې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي وايي، حکومت په ټول هېواد کې د باکیفیته پروژو پلي کولو ته ژمن دی.
ښاغلی مسجدي زیاتوي:
"افغان حکومت دې ته ژمن دی چې پراختیايي پروژې باکیفیته او په مؤثر ډول پلې شي، سکټوري وزارتونه یا د پروژو پلي کوونکي خپله مسؤل دي چې د پروژو له کیفیته څارنه وکړي او وګوري چې پروژې هماغه شان چې په اسنادو کې راغلي تطبیق شي."
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه عبدالله واحدیار ټینګار کوي چې افغان حکومت، شفافیت، حساب ورکونې د کاري وړتیاوو لوړولو او دقیقې ارزونې له طریقه کولای شي پراختیايي پروژې په ښه ډول پلې کړي.
راپور: اجمل تورمان