د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

په کونړ کې لسګونه کسانو د داعش او وسله‌والو طالبانو خلاف لاریون کړی


ارشیف، په کونړ کې شوی لاریون، عکس تزئیني بڼه لري،۲۰۱۹ کال د فبروري ۰۳.
ارشیف، په کونړ کې شوی لاریون، عکس تزئیني بڼه لري،۲۰۱۹ کال د فبروري ۰۳.

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د داعش او وسله‌والو طالبانو خلاف لاریون وکړ.

لاریون کوونکو له دواړو غاړو وغوښتل چې باید په چپه دره کې روان کړکېچ او نښتې پای ته ورسوي.

دوی له حکومته هم وغوښتل چې که داعش او وسله‌وال جګړه نه‌بندوي، نو باید دوی يې د ځپلو لپاره پوځي عملیات پیل کړي، څو له چپې درې بې‌کوره شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د لاریون یو تن مشر یار پاچا ازادي راډیو ته وویل:

"له چپې درې په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو راوتلي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي."

په چپه دره کې د وسله‌والو طالبانو او د داعش ترمنځ جګړو، د نورو سیمو اوسېدونکي اندېښمن کړي چې که د جګړو او د وسله‌والو مخالفینو مخه ونه‌نیول شي، نو د دوی ولسوالیو او کورونو ته به هم دغه جګړه راورسېږي.

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد ښار
ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد ښار

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان تېره ورځ په ماڼوګي کې ازادي راډیو ته وویل چې د داعش خلاف‌يې عملیات پیل کړي او تر هغه به دغه عملیات دوام وکړي، څو سیمه له وسله‌والو مخالفینو پاکه کړي.

هغه وړاندې وویل:

"د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره زموږ عملیات ډېر چټک نه‌دي، که ولس یو طرف ته شي څو داعش سره موږ جنګ پیل کړو او دغه شومه پدیده له‌منځه یوسو."

د کونړ دولتي مسؤلین وايي، بې‌کوره شویو یو شمېر کورنیو سره د سرې میاشتې، طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست، د کلیو، پراختیا او بیارغونې او مهاجرینو ریاست له‌خوا یوه اندازه مرستې شوي او د نورو مرستو د ویش لړۍ دوام لري.

دا لومړی لاریون نه‌دی چې په چپه دره کې د داعش او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو او روان تاوتریخوالي پر ضد ترسره کېږي، بلکې له‌دې وړاندې د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتل شوي وو چې د جنګي ډلو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، څو خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG