د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

په جلال‌اباد کې وروستیو اختطافونو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي


ارشیف، د جلال‌اباد د ښار یو شپنی انځور
ارشیف، د جلال‌اباد د ښار یو شپنی انځور

د ننګرهار یو شمېر مدني فعالان وايي، د جلال‌اباد په ښار کې وروستیو پرله‌پسې هدفي وژنو او د انسان تښتونو پېښو خلک اندېښمن کړي او په خبره‌يې چې هېڅ‌څوک ځان خوندي نه‌بولي.

دغو مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د ننګرهار پر ولایتي چارواکو غږ وکړ چې د ښار امنيتي وضعيت ته جدي پام وکړي او د روانو هدفي وژنو مخه دې ونيسي.

د دوی له ډلې دوو تنو برهان سیرت او عبدالرحمن معاون وویل:

"یا خو د امنيتي ارګانونو همغږي نه‌شته او يا بې‌غوره دي، ځکه وضعيت خراب دی، زموږ غوښتنه دا ده چې یو خو دې د امنيتي ارګانونو په رهبرۍ کې تغيیر راشي او یا دې د تېر په څېر ځانګړي ځواکونه راواستول شي."

"امنيت ورځ تر بلې خرابېږي، په چوکونو کې خلک په تفنګچو باندې وویشتل شول، موږ پر والي او امنیه قوماندان غږ کوو چې د ښار امنيتي وضعیت بېرته نورمال حالت ته راولي."

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند وايي چې ننګرهار له ډېر سخت حالت څخه راوتی دی، د امنيتي ارګانونو ترمنځ پوره همغږي شته او دوی هڅه کوي چې په ښار کې د امنيتي پېښو مخه ونيسي.

ده وویل:

"همغږي کاملاً شته، د والي صاحب له‌خوا امنيتي مسؤلینو ته هدایات ورکړل شوي، موږ په یقين تاسو ته وایو چې دا حالت کنټرولېږي او په دې برخه کې کار روان دی."

څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت يو لوړپوړی پلاوی هم ننګرهار ته تللی و او د جلال‌اباد د امنيتي وضعیت د ښه‌والي په تړاو يې له خلکو سره کتنې وکړې.

د دې پلاوي مشر خوشحال سادات د خپل سفر پر مهال ومنله چې د جلال‌اباد ښار امنيتي وضعیت دوی ته د منلو وړ نه‌دی او په دې برخه کې یې د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ته جدي سپارښتنې هم کړی دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات

د ويلو ده چې د تېرې او روانې اوونۍ په جریان کې د جلال‌اباد په ښار کې یوه د انسان تښتونې پېښه شوې او دوه هدفي وژنې شوي چې وروستۍ پېښه د تلاشۍ چوک ته نږدې د یوه صراف وژل وو، خو تر اوسه د دې قضيو په تړاو هېڅ‌څوک نه‌دي نيول شوي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG