د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دې چانس شته چې طالبان او د افغانستان حکومت تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه د سولې یوې موافقې ته ونهرسېږي.
د امریکا متحده ایالات تمه نهلري چې د میزان یا تلې د شپږمې نېټې انتخابات هم وځنډېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دغو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي.
ښاغلي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې تمه لري چې تر راتلونکو انتخاباتو دمخه د افغانستان حکومت او د طالبانو استازي د سولې یوه توافق ته ورسېږي.
ده وویل:
"زه تر انتخاباتو دمخه د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې یوه توافق ته د رسېدو طرفدار یم، هر پروګرام او تړون چې توافق ورباندې کېږي، باید عملي شي، دې ته په پام کې انتخابات دوه ځله وځنډېدل، دا چانس شته چې طالبان او غیر طالبان تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه د سولې موافقې ته ونهرسېږي، بناً باید د انتخاباتو لپاره امادهګي ونیول شي."
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان لمریز کال د چنګاښ (سرطان) په ۲۹مه ترسره شوي وی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه ټاکنې دوه ځله وځنډولې.
اوس ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات د میزان (تلې) په ۶مه وشي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ خبریالانو ته ویلي چې له دې دوه میاشتني فرصت څخه د رأی پاڼو د تنظیم او د تېر اکټوبر د پارلماني انتخاباتو د ستونزو د ارزونې لپاره استفاده کوي.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې ترسره کړي.
د ښاغلي خلیلزاد هدف هم هغسې چې وایي، د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرول دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره پر څلورو موضوعاتو توافق وشي.
دی وایي:
"لومړی، د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه باید د امریکا او هېڅ متحد هېواد پر ضد یې استفاده ونهشي او طالبان باید په دې برخه کې همکاري وکړي، دوهمه مسئله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور دی، درېیم، د افغانانو ترمنځ بحث دی چې پر یوې سیاسي تګلارې توافق وکړي او څلورم دا چې باید یو دایمي او بشپړ اوربند ټینګ شي."
ښاغلي خلیلزاد څو هېوادونو ته د خپل دې وروستي سفر په لړ کې پرون دوشنبه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني او نورو لوړپوړو چارواکو سره په کابل کې ولیدل.
ارګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ولسمشر غني او خلیلزاد د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړې او په دې اړه به خبرې د دواړو لورو ترمنځ دوام وکړي.
ښاغلي خلیلزاد هم پر ټویټر لیکلي چې له عبدالله عبدالله او صلاحالدین رباني سرهیې ګټورې خبرې درلودې او پر دې یې بحث کړی چې نړیواله ټولنه څه ډول کولای شي چې په سمه توګه د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د مارچ په ۱۴مه واشنګټن ته د سفر پر مهال پر زلمي خلیلزاد تور ولګاوه چې د افغانستان حکومت د سولې له خبرو ګوښه کوي.