د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د اردوغان ګوند د ښاروالۍ په انتخاباتو کې احتمالاً له ماتې سره مخ شوی


په ترکیه کې د استانبول د رأی اچونې په یوه مرکز کې د رأیو د شمېرلو لړۍ. د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳۱مه.
په ترکیه کې د استانبول د رأی اچونې په یوه مرکز کې د رأیو د شمېرلو لړۍ. د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳۱مه.

داسې ښکاري چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د هغه د عدالت او پرمختګ ګوند د ښاروالۍ په پرونيو انتخاباتو کې له پام وړ ماتې سره مخامخ شوی دی.

واکمن ګوند او اتحاد په پلازمېنه انقره او احتمالاً په استانبول ښار کې ماتې خوړلې ده.

په ترکيه کې د نن ورځې د راپورونو پر اساس، د اپوزېسيون د خلکو د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد منصور يواش په انقره کې څرګنده بريا خپله کړې ده.

که څه هم په استانبول کې د انتخاباتو نتايج د انقرې د ټاکنو نتايجو ته ورته دي او تر اوسه معلومه نه‌ده په واقعيت کې څوک په‌کې ګټونکى دى؟ خو ظاهراً رجب طيب اردوغان په استانبول کې خپله ماتې منلې ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي.

ولسمشر اردوغان په انقره کې د خپلو پلويانو يوې ډلې ته په خبرو کې وويل:

"موږ په اکثرو حوزو کې يا ګټونکي يو يا مساوي شوي يو، دا څه معنی لري که خلکو ښاروالتوب رانه‌کړ؟ ځينې حوزې يې د عدالت او پرمختګ ګوند ته ورکړې دي."

د اپوزېسيون د خلکو جمهوريت غوښتونکي ګوند ويلي، د نږدې ٩٩ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې هغو کانديدانو چې دغه ګوند يې ملاتړ کوي څلور میليونه يو لک او ١١ زره او ٢١٩ رأيې ګټلې دي.

د عدالت او پرمختګ ګوند بيا ادعا کړې چې کانديدانو يې ٤ میليونه يو لک او ٦ زره او ٧٧٦ رأيې ګټلي او د پخواني صدراعظم بن علي يیلدیریم د رأيو شمېر شااوخوا ٤٠٠٠ ته رسېږي.

له کله چې په ٢٠١٧ میلادي کال کې په اساسي قانون د تعديلاتو په نتيجه کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان اجرائيوي صلاحيتونه زيات شول، دا په ترکيه کې د ښاروالۍ لومړني انتخابات دي.

ګڼو کسانو دغو انتخاباتو ته د اردوغان او د ده د واکمن ګوند د ځواک د ازموينې په سترګه ګتل.

له ٢٠٠٢ میلادي کال راهيسې چې عدالت او پرمختګ ګوند واک ته رسېدلى، اردوغان او ګوند يې هر انتخابات ګټلي دي.

خو ولسمشر او ګوند يې د اقتصادي بحران، بې‌کارۍ، د پيسو د انفلاسيون او د پورونو د اندازې زياتېدو له کبله د خلکو له زياتېدونکي مخالفت سره مخامخ دي.

په ترکيه کې په انتخاباتو پورې د اړوند تاوتريخوالي په نتيجه کې د ٤ کسانو د وژل کېدو او لسګونه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG