د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

پر افغانستان د کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، د کابل چاپ د یو شمېر ورځپاڼو عکسونه
ارشیف، د کابل چاپ د یو شمېر ورځپاڼو عکسونه

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سولې په مسئله تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې د ازبکستان د ...

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سولې په مسئله تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د سولې د خبرو لپاره د کوربه‌توب وړاندیز کړی دی.

په مطلب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله راغلي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف ویلي، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي، د یادو خبرو اترو کوربه‌توب به په سمرقند تاریخي ښار کې وکړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د شوکت میرضیایف په مشرۍ د ازبکستان حکومت په افغان سولې پروسه کې د همکارۍ لپاره ډېره لیوالتیا لري.

ورځپاڼه لیکي:

ازبکستان مخکې له دې اعلان کړی و چې چمتو دی په بې‌پرې ډول د سولې په خبرو اترو کې رول ولوبوي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، په‌داسې حال کې چې له ترکیې نه کابل ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له راستنېدو ۱۰ میاشتې تېرېږي، لا هم نوموړی د کابینې په ناستو کې ګډون نه‌کوي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي دوستم ته نږدې کسان په‌دې اړه وايي چې ارګ باید په‌دې اړه وضاحت ورکړي.

په مطلب کې د جنبش اسلامي ګوند د مرستیال عبدالله قرلق په حواله راغلي چې دا ولسمشر پورې تړاو لري او کېدای شي له هغه څخه په‌دې اړه وپوښتل شي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې په ښاغلي دوستم د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال چې له مزار شریفه د شبرغان په لور روان و، د طالبانو له‌خوا برید وشو چې یو ساتونکی یې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول، خو نوموړی ترې ژوندی ووت.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره‌یې د کاندیدانو د اسنادو د ارزولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده، څو په شرایطو برابر کاندیدان وروستي لېست ته کړي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر محمد قاسم الیاسي ورځپاڼې ته ویلي چې د دې کمېټې جوړولو ته اړتیا وه، نو ځکه مو په اړه پرېکړه وکړه.

نوموړي ورځپاڼې ته دا هم ویلي چې دغه کمېټه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه او خپل کار یې پیل کړی دی.

په مطلب کې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په حواله راغلي چې د کاندیدانو اسناد د افغانستان د اساسي قانون ۶۲مې مادې ته په کتو هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري.

خو په مطلب کې دا نه‌دي ویل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لېست به کله وروستی او د اعلان لپاره د انتخاباتو کمېسیون ته ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG