د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

له طالبانو سره د افغان سیاستوالو په دوهمه ناسته کې افغان حکومت هم بلل شوی


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني«ښي» او د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وارسا غونډه کې «ارشیف» ۹ جولای ۲۰۱۶ / REUTERS/Kacper Pempel - RTSH1JR
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني«ښي» او د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وارسا غونډه کې «ارشیف» ۹ جولای ۲۰۱۶ / REUTERS/Kacper Pempel - RTSH1JR

په روانې اپرېل میاشت کې د قطر پلازمېنه دوحه د افغانستان د سولې په رابطه د څو مهمو غونډو کوربه ده.

لومړۍ غونډه چې په څو لنډو ورځو کې ترسره کېږي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ ده.

خلیل‌زاد چې ویل کېدل پرون ناوخته کابل ته رسېږي لومړی به له افغان مشرانو سره وګوري او د سولې د یوه هر اړخیز مرکچي ټیم د جوړولو او د بین‌الافغاني خبرو په راتلونکو ګامونو بحث کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلی خلیل‌زاد به تر کابل وروسته پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.

قطر چې د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو د پنځو مخکينیو بحثونو کوربه‌توب کړی ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره به پوره همکاري وکړي.

په‌دې اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د پرونۍ اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې دا هېواد د افغانستان د سولې د ټېنګښت لپاره پوره همکاري کوي، څو افغانان ثبات، پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

له امریکايي پلاوي سره تر رسمي خبرو وروسته چې د اپرېل په ۱۰مه‌یې پای ټاکل شوی طالبان په قطر کې له افغان سیاستوالو سره دوهم دور خبرې کوي، هغه خبرې چې اوس افغان حکومت ته هم په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا سفارت کې له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال، ۲۸ جنوري ۲۰۱۹
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا سفارت کې له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال، ۲۸ جنوري ۲۰۱۹

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون په کابل کې افغان خبریالانو ته ویلي چې په قطر کې یوه انسټټیوټ دوی ته په یادو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې او په اړه به‌یې افغان حکومت خپله پرېکړه کوي.

نوموړي زیاته کړې:

"په قطر کې د یوه انسټټیوټ له‌خوا یو بلن‌لیک رالېږل شوی دی. هغوی یو شمېر خلک غوښتي. که په‌دې اړه تصمیم نیول کېږي چې په راتلونکو کنفرانسونو کې ګډون وشي په هغې اړه به په افغانستان کې دننه تر مشورو وروسته نهايي پرېکړه وشي."

افغان حکومت ته داسې وخت په قطر کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو د دوهم دور خبرو د ګډون بلنه ورکړل شوې چې د ورته خبرو په لومړي دور کې چې په مسکو کې وشوه ګډونوالو په حکومت غږ وکړ چې خپل استازي په خبرو کې ورګډ کړي.

د طالبانو ځینو سیاسي غړو او د حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر افغان سیاستوالو په تېره فبرورۍ کې په یوه لویه غونډه کې سره کېناستل او د سولې په اړوند مسایلو یې بحث وکړ.

د مسکو د غونډې ګډونوالو هماغه وخت په افغان حکومت غږ وکړ چې په ورته راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ د حامد کرزي په شمول د یو شمېر محدودو افغان سیاستوالو او چارواکو کوربه و او د سولې په خبرو کې یې د افغانستان د غوره استازیتوب په باب د هغوی مشورې واخیستې.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG