د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د کندهار نوی والي حیات‌الله حیات: د امنیت د ښه‌والي لپاره ګارنېزیون جوړوم


د کندهار نوی والي حیات الله حیات په کندهار کې د ازادي راډیو د خبریال صادق رښتیني پوښتنې ځوابوي
د کندهار نوی والي حیات الله حیات په کندهار کې د ازادي راډیو د خبریال صادق رښتیني پوښتنې ځوابوي

د کندهار نوی والي حیات‌الله حیات وايي، د کندهار ښار د امنیت د ښه‌والي لپاره ګارنېزیون جوړوي.

والي حیات‌الله حیات له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د کندهار په دولتي ادارو کې د قانون د تنفیذ، حاکمیت او دغه‌راز کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې ګڼې ستونزې شته چې د دغه ستونزو د حل لپاره به جدي هڅې کوي.

والي دغه‌راز هغه اوازې رد کړې چې ګنې د دوو میاشتو لپاره ټاکل شوی او د کوم تغییر او تبدیل صلاحیت نه‌لري.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني، د ښاغلي حیات څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د کندهار لپاره‌یې د کار لومړیتوبونه څه دي؟

له نوموړي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG