د ارزګان والي اسدالله سعید وايي، حکومت دې د عبيدالله بارکزي قاتلين ونيسي.
اسدالله سعید پر دولت دغه غږ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عبیدالله بارکزي د فاتحې په مراسمو کې وکړ.
قومي مخورو او دیني علماؤ پر ښکېلو خواو د سولې غږ هم وکړ.
عبیدالله بارکزی چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د ارزګان د خلکو استازی و، د تېرې شنبې په ورځ د کندهار ولايت په شپږمه ناحيه کې د نامعلومه وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: