د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

سولې عالي شورا: لاهم په رسمي ډول د قطر په غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده راکړل شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي

شااوخوا درې اوونۍ هغه څه ته چې دوهمه بین‌الافغاني غونډه بلل کېږي، پاتې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي ظاهراً په‌دې غونډه کې د ګډون لېواله ده.

مېرمن سرابي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه رسماً دوی ته په‌دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړې وویل:

"هغه څه چې په قطر کې ترسره کېږي البته د قطر په بلنه ده. موږ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر لرو، له هغه سره په‌دې اړه بحثونه شوي دي. تر اوسه د سولې عالي شورا استازو ته په رسمي ډول بلنه نه‌ده ورکړل شوې."

د مېرمن سرابي تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د روسیې انټرفکس خبري اژانس د قطر د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې تمه ده د افغانستان د حکومت استازي هم په‌دې دوهمه بین‌الافغاني غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غونډې هدف د افغانستان له بحرانه د وتلو لپاره د یوې حل‌لارې موندل ښودل کېږي.

د قطر سرچینې چې نوم‌‌یې نه‌دی ښودل شوی، انټرفکس ته ویلي چې د قطر د غونډې د ګډون‌والو شمېر به د مسکو تر غونډې لوړ وي، یعنې شااوخوا ۱۰۰ تنه به وي.

تر اوسه د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومتي استازي ګډون رسماً نه‌دی تأیید شوی.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په‌دې اړه د ارګ او یا هم د اجرائیه ریاست د چارواکو تبصره واخلي، خو د تېرې ورځې تر ناوخته پورې بریالۍ نه‌شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا په‌دې اړه د تبصرې مرجع ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ له امریکایي او چینایي چارواکو سره تر لیدو وروسته په واشنګټن کې وویل چې دوهمه بین‌الافغاني غونډه به د اپرېل پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون مهم بولي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

دی وايي:

"زه هیله‌مند یم او په‌دې باوري یم که د افغانستان د حکومت کشران هم وي، د قطر په کنفرانس کې ګډون وکړي دا به یو ښه فرصت وي، حداقل د مذاکراتو د پیل لپاره او یا د افکارو د اورېدو لپاره."

مسکو د تېرې میلادي میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د لومړنۍ بین‌الافغاني غونډې کوربه و.

دا غونډه د افغان حکومت د رسمي استازو له حضور پرته ترسره شوه، خو لسګونه افغان سیاسي څېرو او د طالبانو استازو ګډون په‌کې درلود.

طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري.

ټاکل شوې وه تر دې غونډې وروسته د طالبانو یو پلاوی په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه بحث وکړي، خو اسلام‌اباد ته د هغه پلاوي تر سفر دمخه د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره له‌دې کبله‌یې شکایت وکړ چې د طالب پلاوي د غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل وو او اسلام‌اباد ته د سفر په اړه له کابل سره مشوره نه‌وه شوې.

د کابل دغه اقدام په اسلام‌اباد کې د مذاکراتو مخه ونیوله.

XS
SM
MD
LG