د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

ډموکراټ ځواکونه: د سوریې وروستۍ سیمه هم د داعش له منګولو خلاصه شوه


په سوریه کې ډموکراټ ځواکونه
په سوریه کې ډموکراټ ځواکونه

د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو وياند مصطفى بالي د شنبې په ورځ ویلي چې په سوریه کې یې د داعش ډلې تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه هم د دې ډلې له منګولو خلاصه کړې ده.

هغه د داعش افراطي ډلې په وړاندې د بريا او د هغې د تش په نوم خلافت د زوال اعلان کړى دى.

د سوریې ډموکراټ ځواکونه
د سوریې ډموکراټ ځواکونه

بالي وايي، د داعش ډلې تش په نوم خلافت چې يو وخت د سوريې او ګاونډي هېواد عراق پر زياتو برخو حاکم و، اوس ختم شوى دى.

هغه ژمنه وکړه چې د داعش افراطي ډلې د پاتې کسانو او سيمو په وړاندې به تر هغو مبارزه دوام کوي چې په بشپړ ډول له منځه نه وي تللي.

دغه اعلان ظاهراً د داعش افراطي ډلې په وړاندې د ګڼو ځواکونو د څلورنيم کلنې مبارزې پاى ته رسېدل په ډاګه کوي.

داعش ډلې يو وخت په سوريه او عراق کې د بريتانيا د خاورې په اندازه پر سیمو کنټرول درلود.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د سوریې د ډموکراټو ځواکونو د دې اعلان وروسته د داعش پر ضد د نړیوال ائیلاف ستاینه کړې ده.

مکرون د شنبې په ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي دي

"زموږ هېواد ته لوی ګواښ اوس له منځه تللی، خو خطر یې پر ځای پاتې دی او د ترهګرو ډلو پر ضد باید جګړه دوام وکړي."

د فرانسیې ولسمشر ایمانوئل مکرون
د فرانسیې ولسمشر ایمانوئل مکرون

د داعش ډلې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په پاریس کې د هغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی و چې په کې له ۱۳۰ زیات کسان وژل شوي وو.

بل خوا یوه لوړ پوړي امریکايي ډیپلوماټ په سوریه کې د داعش له ډلې څخه د وروستۍ سیمې نیول د دې افراطي وسله والې ډلې پر ضد یو مهم پرمختګ بللی دی.

خو د سوریې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ویلیم رویبوک زیاته کړې، د دې ډلې پر ضد مبارزه پای ته نه ده رسېدلې او دا ډله لا هم په سیمه کې د مهم ګواښ په توګه پاتې ده.

که څه هم له دې وروسته په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت وسله واله ډله په څرګنده کې په کومه سیمه واک نه لري، خو لا هم په دواړو هېوادونو کې بریدونو ته دوام ورکوي.

له داعش وسله والې ډلې سره تړلي وسله وال همدارنګه د مصر په سینا ټاپوزمه، افغانستان او لبیا کې هم فعال دي.

XS
SM
MD
LG