د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

پولیسو د قزاقستان په یو شمېر ښارونو کې لسګونه اعتراض کوونکي نیولي


د قزاقستان پولیس یو شمېر اعتراض کوونکي نیسي
د قزاقستان پولیس یو شمېر اعتراض کوونکي نیسي

پولیسو د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه او نورو ښارونو الماتې او شېمکینت کې لسګونه کسان نیولي دي.

دا هغه اعتراض کوونکي دي چې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف په نوم د دې هېواد د پایتخت د نومولو په حکومتي پریکړه اعتراض لري.

حکومت دا پریکړه د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف له ناڅاپي استعفا څو ورځې وروسته وکړه.

د اعتراضونو کوونکو دا نیونې د نوروز د رخصتیو پر مهال شوي دي.

په استانه کې پولیس له څو هغو اعتراض کوونکو سره په شخړه واوښتل چې اعتراضي پوسټرونه ورسره وو، دوی وروسته ونیول شول او د اعتراض له ځایه یوړل شول.

په استانه کې پولیس
په استانه کې پولیس

د ازادي راډیو د روسي ژبې د ټلوېزیونې شبکې «کرنټ ټایم» خبریاله سیوتلانه ګلوشکوا هم په نیول شویو کسانو کې شامله ده.

کرنټ ټایم د روسي ژبې ټلوېزیونې شبکه ده چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو یې د امریکا غږ سره په ګډه پر مخ بیايي.

په عین حال کې د ځوانو ښځو او سړیو یوې ډلې چې د نوروز دودیزې جامې یې په تن وي، په استانه کې د ازادي راډیو له خبریالانو راتاو شوي و او هغوی یې نه پریښودل چې د پولیسو له‌خوا د معترضانو د نیول کېدو تصویرونه واخلي.

دوی د ازادي راډیو د خبریالانو د کمرو په وړاندې ورځپاڼې نېولې وې او هغوی نه پرېښودل چې فلم واخلي.

په الماتې کې هم د ازادي راډیو خبریالان په ورته توګه د ځینو ځوانانو له‌خوا منعه شوې چې د معترضانو د نیول کېدو په اړه له سیمې راپورونه چمتو کړي.

د پنجشنبې په ورځ په استانه کې پولیسو د شلو په شا او خوا کې هغه کسان ونیول چې د نور سلطان په نوم یې د استانې د ښار په نومولو اعتراض درلود.

نورسطان نظربایف په قزاقستان کې له ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته د مارچ په ۱۹ مه نېټه ناڅاپي استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG