په مسکو کې پولیس د هغه سړي په لټه دی چې دغلته د ترتیاکوف په نوم یو هنري نندارتون کې لوڅ لغړ د ګرځېدو پر مهال لیدل شوی دی.
دا سړی د مسکو په هماغه موزیم کې له جامو پرته د ګرځېدو پر مهال لیدل شوی چې د جنورۍ په میاشت کې ترې یو بل کس یوه قیمتي تابلو په رڼا ورځ ایستلې وه.
په هغو ویډیو تصویرونو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي څرګندیږي چې یو کس د مسکو په یو موزیم او هنري ګالرۍ کې لوڅ لغړ ګرځي. نوموړی په بشپړ ډاډ په څو سالونونو کې ګرځي او بېرته له ودانۍ څخه وځي.
دا کس موزیم ته د ننوتلو پر مهال روسیې د هغه امنیتي ګارډ لهخوا نه منعه کېږي چې د دې موزیم مخې ته د امنیت ساتلو لپاره پهدې وروستیو کې ځای پر ځای شوي دي.
د موزیم چارواکو ویلي، کوم لوڅ سړی چې د چهارشنبې په ورځ دې موزیم ته ننوتی و پر خپل بدن یې د رونیک الفبا توري کښلي وو او دا د دې سبب شول چې دوی فکر وکړي، کړنه یې غیرې قانوني نهده.
د مسکو د دې موزیم او هنرۍ ګالرۍ چارواکو ویلي، یو بل ناڅرګند کس بیا په موزیم کې ځیني توکي پرېښي چې هنري اثارو ته ورته دي.
د روسي د ملي ګارډ ویاند والیري ګریباکین ویلي، امنیتي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ دا لوڅ کس موزیم ته د ننوتلو پر مهال ځکه ونه لید چې نوموړی له یوې داسې لارې موزیم ته ننوتی و، چېرې چې امنیتي ساتونکي نهوو.
د روسیې د ملي ګارډ مطبوعاتي دفتر ویلي، د موزیم مامورینو هم په سالونونو کې د دې لغړ سړی د ګرځېدو پر مهال امنیتي ساتونکو ته خبر نه و ورکړی.
ترتیاکوف د روسیې یو له مشهورو موزیمونو څخه دی چې په وروستیو کلونو څو ځل د غلو او جنایتکارو هدف ګرځیدلی.
د جنورۍ د میاشتې په ۲۸مه نېټه دغلته یوکس ننوت او په ۱۹۰۸ میلادي کال کې انځور شوې یوه تابلو یې په رڼا ورځ له موزیم وویستله.
د دې تابلو قیمت یو میلیون امریکايي ډالر ښودل شوی. دا سړی د ډینیس خوپرېکوف په نوم ۳۲ کلن کریمیايي و چې وروسته د پولیسو لهخوا ونیول شو.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې بیا یو کس پهدې هنري موزیم کې پر یوه تابلو د اوسپنې د میلې ګوزار وکړ او سخته یې زیانمنه کړه.