د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۷

خلیل‌زاد په واشنګټن کې د افغانستان په اړه له نړیوالو استازو څه غواړي؟


امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکټر احمد ویس وردګ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د بل پړاو خبرو په درشل کې په واشنګټن کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له استازو سره په لیدنو بوخت دی.

نوموړی د پاکستان، بریتانیا، اروپايي ټولنې، یوناما، روسیې، چین او نورو هېوادونو له استازو سره یا لیدلي او یا ټاکل شوې ورسره وګوري.

ویل کېږي د دې لیدنو هدف هغوی ته د طالبانو سره د امریکا د سولې د روانو خبرو په اړه معلومات ورکول دي.

په عین حال کې د ښاغلي خلیل‌زاد پر هڅو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب له تُندو نیوکو وروسته، افغان حکومت له دې پروسې سره خپل مخالفت په ډاګه کړی.

د ازادي راډیو خبریال اجمل اند په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو د استاد ډاکټر احمد ویس وردګ سره په‌دې اړه یوه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې زلمی خلیل‌زاد په واشنګټن کې د افغانستان په اړه له نړیوالو استازو سره له دې لیدنو څه غواړي؟ له ښاغلي وردګ سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG