د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا «يونېسف» د کرکټ وتلى ستورى راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه.
دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې ويلي له دې سره به ۲۰ کلن راشد خان د نجونو د زدهکړو د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په لهمنځه وړلو او د واکسين د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي.
راشد خان د يونېسف ادارې مننه کړې چې د روغتيا، تعليم او تغذيې په برخه کې د همکارۍ لپارهيې ورته زمينه برابره کړې ده.
په افغانستان کې د يونېسف ادارې استازې ادېل خضر د راشد خان مننه کړې چې تر دې مخکې هم د ماشومانو حقونو ته ژمن و.
د «يونېسف» په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې ٧ میليونه او ٣ لکه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او شپږ لکه ماشومان چې عمرونهيې تر پنځو کلونو کم دي، په شديدې خوارځواکۍ اخته دي.