- سټارز اېنډ سټرایپس
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې یو وخت هیلهمند و چې وروسته له ۱۷ کلونو جګړې به د سولې اتل شي او بیا به په انتخاباتو کې بریالی شي، د طالبانو د سر زورۍ له املهیې دا هیله له لاسه ورکړې.
د ورځپاڼې په وینا، د ښاغلي غني یو شمېر رقیبانو له طالبانو سره په لوړه کچه ملاقاتونه کړي او امریکایي چارواکو هم له اوونیو راهیسې د تړلو دروازو شاته د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي.
سټارز اېنډ سټرایپس لیکي:
دې وضعیت ولسمشر غني ناهیلی کړی او ده د خپل ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب له لارې پر امریکایي چارواکو انتقاد کړی دی.
ښاغلي محب تېره اوونۍ له امریکا څخه د لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ چې د سولې له خبرو د کابل حکومت منزوي کوي.
د ورځپاڼې په باور، محب چې په متحده ایالاتو کې یې د افغانستان د سفیر په توګه هم دنده لرله، وروسته تر وروستیو انتقادونو له امریکایي چارواکو سره په راتلونکي کې له تماسونو منع شوی دی.
ورځپاڼه لیکي چې پهدې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ له تبصرې کولو ډډه وکړه.
پهدې مطلب کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز د څېړونکي مایکل کوګلمن په وینا راغلي دي چې د محب له غصې ډکې خبرې د سولې له بهیره د کابل د حکومت له بهر پاتېدو څخه د مأیوسۍ څرګندونه کوي.
- د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه
د خبریالانو د خوندیتوب د ټولنې په خپرونه کې د افغان خبریال سلطان محمد خیرخواه مړینه په سختو ټکو غندل شوې ده.
دغې ټولنې پهدې لیکنه کې له چارواکو غوښتي دي چې د دې پېښې تحقیقات وکړي او په افغانستان کې د خبریالانو د حفاظت لپاره هلې ځلې پیاوړې کړي.
خیرخواه په خوست کې د یوه شخصي ټلوېزیون خبریال و او له یوې راډیو سرهیې کار کاوه.
دی د جمعې په ورځ د خوست په ښار کې وسلهوالو وویشت چې بیا یې د همدې ورځ په ماښام له اخیستو ټپونو ساه ورکړه.
داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
تېره اوونۍ په هلمند کې هم د خبریال نثار احمد احمدي د وژلو هڅه وشوه، خو احمدي ټپي شو.
د خبریالانو د خوندیتوب د ټولنې په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.