د کال وروستۍ ورځ ده او افغانستان په سختو امنیتي تدابیرو کې د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال لومړۍ ورځې یا نوروز ته هرکلی وايي.
افغان چارواکي وايي، د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه له یو بل سره په همغږۍ توظیف شوي دي، څو د نوروز په ورځ د هر ډول ناوړه پېښو مخه ونیسي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د کب ۲۸» په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» له ماښامه به د نوروز د مراسمو د امنیت لپاره په ټول افغانستان کې لومړی درجه نظامي احضارات عملي شي.
نوموړي وویل:
"موږ د دفاع وزارت او د ملي امنیت له ریاست سره په شریکه د خپلو هېوادوالو د بهتر امنیت او خوندیتوب لپاره له ټولو هغه امکاناتو چې لرو یې کار اخلو. ټول پولیس چې د عامه نظم په برخه کې کار کوي، په مرکز او ولایتونو کې به توظیف وي. که دقیقیې ووایو شمېر بهیې زرګونه کسانو ته ورسېږي."
د تېر کال د نوروز د جشن پر مهال د کابل په لوېدیځ کې یو ځانوژونکی برید وشو چې تقریباً ۳۱ کسانیې ووژل او تر ۶۵ تنو زیات نور یې ټپیان کړل.
دا برید د سخي زیارت ته نږدې چې د نوروز د جشن یوه سیمه ده ترسره شو.
هغه مهال د داعش وسلهوالې ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی و.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي، سږ کال به د افغانستان په شیعه مېشتو سیمو کې د نوروز په ورځ د امنیت پر ټېنګښت په ځانګړې توګه تمرکز وشي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"موږ د شیعه مېشتو سیمه د بهتر امنیت د ټینګولو لپاره د ملي امنیت د ریاست او دفاع وزارت او زموږ له اوپراتیفي برخو سره په شریکه یوه کړنلاره جوړه کړې ده. دې کړنلارې ښه نتیجه ورکړې او پهدې وروستیو کې تاسو ولیدل چې پهدې برخه کې د افغانستان د خلکو دښمنان ناکام شول."
نوروز هر کال په کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، جلالاباد او د نورو ولایتونو په ښارونو کې په ځانګړو مراسمو لمانځل کېږي.
د نوروز تر ټولو لوی جشن به په مزار شریف کې وي.
دغلته د نوي کال د جنډې د پورته کولو له رسمي مراسمو وروسته د ګلسرخ مېله هم پیلېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د لویو ښارونو په هر ګوټ کې به امنیتي تدابیر له پخوا زیات وي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان امنیتي چارواکي به نن په یوه ګډه خبري غونډه کې د نوروز په مناسبت د خپلو امنیتي تدابیرو جزئیات له خلکو سره شریک کړي.