د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د جرمونو نړیوالې محکمې د چارواکو پر وړاندې د امریکا د ویزو د بنديز په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو له قوله ویل شوي چې د دې محکمې پر چارواکو د امريکا د ویزو بنديز پیل شوی دی.

د جرمونو نړيواله محکمه په افغانستان کې د امریکايانو او د هغوی د افغان متحدانو د فعاليتونو په اړه د احتمالي جنګي جرایمو اړوندې پلټنې کول غواړي.

مقاله د پامپيو خبرو ته په اشاره ليکي چې وایي، هېواد یې د دغې محکمې پر وړاندې اضافي اقداماتو ته هم چمتو دی، د بېلګې په توګه، اقتصادي بنديزونه.

پامپیو دا تحقيقات ناوړه بللي دي.

د جرمونو نړيوالې محکمې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال له مې مياشتې راهیسي د بشر پر ضد د جنګي جرمونو په اړه د تحقيقاتو لپاره معلومات ټولول پیل کړل.

د جرمونو نړيوالې محکمې ويلي، اوس پر دې کار کوي چې ایا تحقيقاتو ته اجازه ورکړي که نه.

د ټرمپ ادارې له خوا د يادې محکمې د چارواکو پر وړاندې پر دغه پرېکړه انتقادونه هم شوي چې وايي، د ویزو بنديز پر جنايتکارانو لګېږي، نه پر هغو چې د جنايتونو په اړه پلټنې کوي.

د بخښنې نړيوال سازمان د امریکا دا اقدام د عدالت او نړيوالو ادارو پر ضد حمله بللی دی.

سنډې ټايمز:

بریتانيايۍ ورځپاڼې سنډې ټايمز په لندن کې د لومړۍ ښځينه افغان ارکسترا د کنسرت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د زهره په نوم د موسیقۍ ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړه شوه او تر اوسه دېرش غړي لري.

تېره اوونۍ يې په لندن کې د بریتانيا په موزیم کې موسیقي وغږوله.

په مقاله کې لولو چې د دغو هنرمندو ښځو په اړه يې ويلي چې غواړي سخت دريځۍ ته په نه ويلو سره په بريتانیا کې د ښځو د حقونو اړوند پیغام ورسوي.

سنډې ټايمز د ارکسترا له لومړۍ مشرې نګين خپلواک سره خبرې کړي.

دې ویلي چې پر ستونزو، چاودنو او وسله والو کسانو سربېره، افغانستان ښايسته دودونه او تکړه ښځې لري چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG