د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

افغانستان له ايرلنډ نه د کرکټ پنځه ورځنۍ لوبه په ٧ وېکټو وګټله


ارشیف، افغان کرکټر راشد خان
ارشیف، افغان کرکټر راشد خان

افغانستان له ايرلنډ څخه د کرکټ پنځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبه په ٧ وېکټو وګټله.

د هند په دهرادون کې دغه پنځه ورځنۍ مسابقه تېره جمعه پيل شوه.

دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې اول وار دى چې افغانستان يوه ټېسټ لوبه ګټي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک نن ازادي راډيو ته وويل:

"ايرلنډ او افغانستان پر يوه ځاى د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى دى. له نېکه‌مرغه چې د افغانستان په کوربه‌توب دغه ټېسټ لوبه افغانستان په لوى توپير وګټله او ويې کړاى شول په تاريخ کې دغه ريکارډ ثبت کړي."

افغانستان تېر ميلادي کال د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ او اوس کولاى شي په ټېسټ مسابقو کې برخه واخلي.

افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه تېره جون مياشت د هندوستان په وړاندې کړې وه چې بايللې يې وه.

XS
SM
MD
LG